کور / تازه خبرونه / د (پښتونخوا) د پوليسو نوى مشر په کار پېل وکړ

د (پښتونخوا) د پوليسو نوى مشر په کار پېل وکړ

لراوبر – پښتونخوا


 دصوبه سرحد (پښتونخوا)د پوليسو نوى مشر ( انسپكټر جنرل پوليس) ملك نويد خان په خپل كار پيل وكړ ويې ويل  چى په صوبه كښې  دامنيت دټينګښت په خاطر به پوليس دسرتيرو دلاپياوړى كولو لپاره اقدامات وشي.

ملك نويد خان دمحمد شريف ورك پرځاى د صوبه سرحد د پوليسو دمشر په توګه ټاكل شويدى محمد شريف ورك ددندې موده پاى ته رسيدلو سره دنده پريښودلي وه كار پيل كولو وروسته دپوليسو مشر شخصي ټلويزون ته وويل چى

  دصوبې  دامنيت په خاطر به هر ډول اقدامات وشي ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره دامنيتي سرتيرو ترڅنګ ولس ته هم ارزښتناكه كردار ادا كول پكار دى.