کور / تازه خبرونه / سوات: په چارباغ کښي د بم خنثی کولو مرګ ژوبله اړولې

سوات: په چارباغ کښي د بم خنثی کولو مرګ ژوبله اړولې

 دسوات په سيمه چارباغ كښې دبم خنثى كولو په وخت دبم ډسپوزل سكواډ ډلې چارواكۍ ( انسپكټر) او يو بل تن كاركوونكى ووژل شو او دوه ژوبل شول بلخواته په تحصيل مټه كښې د چاو دنې له امله دوه تنه وژل شويدي  دپوليسو ترمخه  دسوات دچارباغ په سيمه كوته كښې  دنا اشنا شرخوښو لخوا دوه بمونه ځاى په ځاى شوي وه چى خبرتيا رسيدلو سره پوليس او دبم خشى كولو دڅانګې كاركونكي ورسيدل دبم ډسپوزل سكواډ كاركونكو يو بم ناكاره كړ خوبل ورپاندې  وچاوديده  اوله امله د بم ډسپوزل  سكواډ يو تن چارواكى  ( سب انسپكټر)  سلمان او يو تن بل كاركوونكي مصطفى  ووژل شول په پيښه كښې  دوه تنه كاركوونكي  ژوبل شويدى بلخواته د تحصيل  كبل په سيمه شاډيرى كښې دچاوديدونكو موادو دتيارولو پرمهال  چاودنه رامنځته شوه او له امله يې  دوه تنه وژل شويدي.