هلمند : د ٣ قوماندانانو په ګډون د ١١ تنو د نيولو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | مې 23rd, 2011


د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي څخه په يوه خپره سوې اعلاميه کي راغلي چي په دې ولايت کي د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کي د وسله والو طالبانو درې قوماندانان او د هغوى يوولس تنه ملګري ونيول سول . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد عمليات په ګرشک او مارجې ولسواليو کي ترسره سوي چي په پايله کي يې ياد قوماندانان چي په دې سيمه کي يې فوځي مسئوليتونه په غاړه لرل او د هغوى ملګري ونيول سول .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024