کور / تازه خبرونه / ذبيح الله مجاهد: ملامحمدعمر ژوندى دئ

ذبيح الله مجاهد: ملامحمدعمر ژوندى دئ

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د رويټرز آژانس ته ويلي چي ملامحمدعمر ژوندى دئ او په افغانستان کي اوسېږي.
نوموړي هغه آوازې په کلکه رد کړي چي وايي ملامحمدعمر شمالي وزيرستان ته په لاره کي دوې ورځي دمخه وژل سوى دئ.
د افغانستان د دفاع وزارت يوه مقام د نوم پټ ساتلو په شرط يوې افغان رسنۍ ته ويلي چي ملامحمدعمر د آى ايس آى د پخواني مشر جنرال حميدګل سره يوځاى له کوټي څخه شمالي وزيرستان ته تلى چي په لاره کي د پاکستاني ځواکونو له خوا وژل سوى دئ.
بلي خوا ته د افغانستان د ملي امنيت رياست وياند لطف الله مشعل وايي په دې خبر دئ چي ملامحمدعمر دوې ورځي دمخه له جنرال حميدګل سره يوځاى له کوټي د شمالي وزيرستان پر لور روان سوى دئ، خو دانسي تائېدولاى چي نوموړى وژل سوى دئ.
تېر کال د پاکستاني استخباراتو له خوا د ملامحمدعمر د نيولو آوازې هم ولوېدې، چي وروسته بيرته ورکي سوې.