کور / تازه خبرونه / د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وزير کابل ته راغئ

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وزير کابل ته راغئ

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سلمان بشير نن د دوشنبې په ورځ کابل ته راغئ.
سلمان بشير به دوې ورځي په کابل کي پاته سي او د سې شنبې په ورځ به د افغانستان، پاکستان او امريکا په درې اړخيزه غونډه کي ګډون وکړي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند احمدظاهر فقيري د آزادۍ راډيو ته وويل په دې غونډه کي د افغانستان له خوا د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاويد لويدن او د امريکا له خوا افغانستان او پاکستان ته ځانګړى امريکايي استازى ګروسمن ګډون کوي.