خوست : د طالبانو يو مهم قومندان وژل سوی دی
په خوست کي وسله والو طالبانو يو قومندان کاکی څو ورځي د دولت او بهرنيانو په عملياتو کي ژوبل سوی و د ورپېښو ټپونو له امله مړ سوی دی چي جنازه يې په شمالي وزيرستان کي خاورو ته سپارل سوې ده .
د خوست په ليري پرتو سيمو کي د کاکي د مرګ په اړه خبري کېږي ، د مطيع الله په نوم يوه خوستوال لراوبر ته وويل چي کاکي د دولت ملاتړ يو شمېر خلکو په نیولو او وژلو او د سړک جوړولو يو شمېر شرکتونو پر وړاندي خنډونو کي لاس درلودﺉ .
مطيع الله وايي چي قوماندان کاکی څو ورځې وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې سخت ټپي شوی وو، چې د ملګرو له لوري یې د تداوئ په موخه شمالي وزیرستان ته وړ ل شوی وو.چې د څو ورځو وروسته هلته د سختو ټپونو له امله ومړ او مړی یې د دقیقو مالوماتو پر بنسټ په وزیرستان کې خاورو ته سپارل شوی دی .
لراوبر په يوه ټيلفوني تماس کي د پېښي په اړه د خوست والي وياند مبارز ځدراڼ وپوښتی ، نوموړﺉ پېښه نه ردوي خو وايي چي ددقيقو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره يې د قومندان کاکي دمرګ په اړه پلټني پيل کړي دي .
د يادوني وړ ده چي قومندان کاکی د ډيورنډ کرښي هاخوا شمالي وزيرستان کي زېږېدلی و چي د لمړنيو خبرونو پر اساس مړی يې هم پرون هلته خاورو ته سپارل سوی دی .