هلمند: د بولان چرګان روزني فارم خصوصي سکتور ته وسپارل سو
د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر دخبر له مخي دغه فارم د دوشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د كرنې اومالدارى وزيرمحمد اصف رحيمي،د هلمند والي محمد گلاب منگل،په افغانستان كې د امريكا د نړيوال پرمختيايي ادارې مرستيال باب هيلراويوشميرنورولوړپوړوچارواكوگډون درلود خصوصي سكتورته وسپارل شو.
د کرني او مالدارۍ وزير د فارم سپارلو په مناسبت مراسمو کي وويل چې نوموړی فارم دامهال د هلمند د اوسيدونكوديرش سلنه د هگيواو۱۰سلنه د غوښې اړتيا پوره كړې اونوموړى فارم په ۲۰۰۷ميلادي كال كې د امريكا د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مالي مرسته جوړشوى دى او دا مهال دغه فارم په هره مياشت كې ۹۰زره چرگوړي او۷۵۰ټنه د چرگانودانه توليدوي چې په لښكرگاه اوولسواليوكې د ۱۲۰پلورنځيوله لارې پلورل كيږي.