کور / تازه خبرونه / پېښور – کوهاټ ستره لار د ترافيکو پر مخ خلاصه سوه

پېښور – کوهاټ ستره لار د ترافيکو پر مخ خلاصه سوه

د پيښورڅخه كوهاټ ته تلونكي دتګ راتګ ستره لار او په ځانګړى توګه دكوهاټ تونل سرله پرون څخه د ټرافيكو پرمخ پرانيستل شوه د كوهاټ  تونل  يو اړوند چارواكى احمد نديم يو شخصى ټيلى ويژن ته پدى هكله وويل چې  په دغه تونل كى اوس مهال  لوى او درانده ګاډى نه شى تيريدلى  يوازى  دسور ليو دموټرو لپاره  داتونل اوس پرانستى  دى  ده زياته كړه چې  د تونل  دننه د رغنيدو او ټيك  كيدو كار روان دى اودكار له بشپړيدو وروسته به دير زر دكوهاټ  تونل  دغټو اوسترو ګاډو پرمخ هم خلاص شي په جنورى كى وسله والو دكوهاټ تونل  ونيوه او دسپرليو تګ راتګ يې بند كړى وْ، خو  كله چې  پوځ داسيمه  په خپل كنټرول كى راوسته تصميم يې ونيوه چى دا تونل  هم سوكه سوكه دسپرليو اوګاډو پرمخ بيرته كړي.