د امريکا لوی سفير د ايالتي ګورنر سره وکتل
په پاكستان كښې دامريكا متحده ايالاتو لوى سفيرى ايم، ډبليو پيټرسن پرون په ګورنر هاوس
كښې دسرحد ايالت له ګورنر او يس احمد غنى سره وكتل د رسمي سرچينو دخبر له مخى پدي ليدنه كتنه كښى په قبا ئيلي سيمو اودپاكستان په نورو علاقو كښې دامريكى په مرسته د پرمختيا ئى پروژو او مترقى پلانونو دپكى كولو په اړوند اغيز منى خپرى اترى وشوى دغه راز دامريكي سفيرى په شاه خاص كښى د ليوى روزنيز مركز هم وكاته او په فاټا سكرتريت كښى دامنيت له سكرټر اودخيبر ايجنسۍ د پوليټيكل ايجنټ سره ئي هم له نژدى څخه وكتل او د علاقى وړ موضوعاتو په اړوند ورسره وغږيده
غــــزل »
« نښتر