پېښور : د افغان اتلي (ملالۍ) په نامه ډرامه جوړه سوه

عطاالله محمدي | مې 27th, 2011


پېښور د ملالې د ډرامې مرکزي اتل  محمدعارف همدرد رسنيو ته څرګنده کړې چې د افغانستان د معاصر تاريخ اتلې (ملالۍ) په نامه جوړه شوې ډرامه به د شمشاد د پښتو کانال لخوا شي خپره ، دغه ډرامه چې د شمشاد تلويزيون په غوښتنه او مالي لګښت برابره شوې، ليکوال يې د کوزې پښتونخوا نامتو ډرامه ليکونکى همايون همدرد ليکلې، ډايريکټر يې د کوزې پښتونخوا نامتو هدايتکار اظهارالحق بوبي تر سره کړې ده.


 د دغې ډرامې عمومي سکالو په افغانستان کې پرتې ناخوالې او د پوهې  نه شتون او نورې ناخوالې ځان سره نغاړي، د دغه ډرامې کارکوونکي د برې پښتونخوا ممثلين  محمدعارف همدرد، حضرت ګل زنداني(لونګ)، عبدالقدير، اباسين سيلاب، خنجرخان او د کوزې پښتونخوا څخه سلطان بابا، امتياز خان، شاه خالد عباسي، مينا شمس، شازمه حليم، نادره علي، کرن علي، سدرا علي، ماريه، رمزيه او يو شمېر نورو ممثلينو کردارونه تر سره کړي.


د دغې ډرامې ريکارډنګ  په ننګرهار، کابل ، کونړ، پېښوراواټک  کې تر سره شوى دى چې  دمينه والوهنري تنده به ماته کړي ، نوموړي زياته کړه چې دا لومړى ډرامتيک سريال دى چې  په افغانستان کې يې د شمشادتلويزيوني  کانال  دپاره ريکارډنګ تر سره شوى دى، همدرد د خپلو خبرو په ترڅ کې د شمشاد تلويزيون د خپرونو رئيس نسيم پښتون څخه د زړه له کومې مننه وکړه او زياته يې کړه چې نوموړي ورسره د ډرامې په ترسره کېدو کې ډېرې هلې ځلې کړي دي.



که په ميوند کي شهيد نه سوې


خدايږو لاليه ، بې ننګۍ ته دي ساتينه

Copyright Larawbar 2007-2024