ورځپاڼو ته کتنه

عطاالله محمدي | مې 28th, 2011


په کابل کې خپريدونکو ورځپاڼو نن تر ډيره خپلې تبصرې د امريکا او طالبانو ترمنځ مستقيمو خبرو او په افغانستان کې د امريکا د روانې جنګي ستراتيژۍ په اړه کيدونکو انتقادونو ته ځانګړې کړي.
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په پاکستان کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د مستقيمو خبرو د يو نوي پړاو د پيل خبر ورکړي.

ورځپاڼه ليکي، چې په دې پړاو کې به د امريکا د بهرنيو چارو وزيره د طالبانو له ځانګړې استازي سيد طيب اغا سره مستقيمې خبرې وکړي.

ورځپاڼې دا هم ليکلي، چې سيد طيب اغا به د يوې پاکستاني الوتکې په وسيله اسلام اباد ته وليږدولې شي.

خو ورځپاڼې وړاندې که له يوې خوا دا ډول هڅې له پولې بهر د طالبانو لپاره بې اهميته بللي، له بل لوري يې له وسله والو سره د خپل سرو معاملو په وړاندې خبرداري ورکړي او ليکي، چې د مقاومت يو نوې نسل د هيواد حالات څاري.

خو ورځپاڼې د دې نوي نسل په اړه معلومات نه دي وړاندې کړي، چې دوي څوک دي او د داسې معاملو په وړاندې څه کول غواړي.

خو خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بيا د امريکا او طالبانو ترمنځ مستقيمو تماسونو ته په اشارې ليکلي، که څه هم طالبان په ظاهره د سولې د خبرو مخالفت کوي، خو په حقيقت کې دوي سولې ته غاړه ايږدي.

د ورځپاڼې په وينا د امريکا او طالبانو ترمنځ په مستقيمو خبرو کې د سيد طيب اغا حضور، چې د ملا عمر ځآنګړې استازي دي، دا ښيي، چې دوي سوله غواړي.

خو د ورځپاڼې په وينا اوس لويديځوال په دې اړه څيړنې کوي، چې سيد طيب اغا په رښتيا هم د ملا عمر په استازيتوب له دوي سره خبرې کړي او که د ځان او له ځان سره د تړلو کسانو په استازيتوب؟

په افغانستان کې د امريکا د روانې جنګي ستراتيژۍ په اړه پورته شوي انتقادونه بله مهمه مساله ده، چې په کابل کې خپريدونکو ځينو ورځپاڼو راخستې.

ويسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په کابل کې د بريتانيې د پخواني سفير څرګندونې راخستي او لکلي يې دي، چې بهرنيو ځواکونو د يو پښتون په وژلو سره لس نور پښتانه اړ ايستلي، چې د خپل وژل شوي عزيز د غچ اخستلو لپاره اقدام وکړي.

ورځپاڼې په خپله سرليکنه کې د بريتانيې د سفير له خوا وړاندې شوي دلايل سم بللي او ليکلي، چې ده د افغانستان د روانې لانجې د غوڅولو تر ټولو ښه لار خبرې او تفاهم بللي.

هيواد دولتي ورځپاڼې که څه هم په افغانستان کې د سولې روانې هڅې ضروري بللې، خو په دې يې ټينګار کړي، تر هغو چې ځينې ګاونډي هيوادونه د وسله والو له ملاتړ لاس په سر نشي دا ستونزه نه هواريږي.

ورځپاڼې ليکلي، چې د سولې د هدف د ترلاسه کولو لپاره په کار ده، چې د سيمې او ګاونډيو هيوادونو بشپړ ملاتړ ترلاسه شي او يا هم د اسامه بن لادن په څير د وسله والو مشران، چې په دې برخه کې ستونزې جوړوي له منځه يوړلې شي.

Copyright Larawbar 2007-2024