د اوباما او ميډويدوف ليدنه کتنه او اهداف يې

د لراوبر اداره | مې 27th, 2011


دمنځنی ختیز کړکیچ او د اوبا ما لیدنه دروسی دریس جمهور میدویدو سره کوم سیاسی هد فونه او پایلی لری.


د مصر دخلګو پاڅون دمنځنی ختیزدټولی منطقی دپاره دیو ستر او بنیادی انقلاب تهداف کښیښوی چی دمنطقی د نورو هیوادو خلګ هم را ویښ او دخپلو حکمرانانو پر ضد یی اعتراض شروع کړی لکه سوریه؛ یمن؛ بهرین؛ لیبیا چی ددی هیوادو ټولو حکمرانانو ددیرشو څخه تر څلویښتو کلو پوری پر واک پاته سوی وه ؛ چی نور نو نه دخلګو دحمایت وړ ګرځیدل او نه هم د امریکا یانو د اوسنی سیاست دحمایت وړ ګرځیدل چی په نتیجه کښی امریکا یانو او هم اروپایانو په مستقم ډول سره ددغو دولتونو د مخالیفینو سره و مالی او نظامی مرستی ته ملاوی و تړلی چی هر څه ژر کیږی دمنځنی ختیز ودغه نوعه سیاسی نظامونو ته خا طمه ور کړی چی حتا پدی اوږد محاله پلان کښی سعودی عربستان هم شامل دی چی ودغه ډول سیاسی او زړو حکمرانانو ته د پای ټکی کښیږدی . او بیا امریکا یان او ددوی غربی ملګری په ډیر صهولت سره ددی اوسنی دیموکراسی نظام جوړښتونه په ښه ډول تر ریاضه پوری ورانتقال کړی چی په نهایی نتیجه کښی به ددی پایلی ډیری خطر ناکه وی ځکه چی دامریکی دریس جمهور اوباما د یهودی او عیسوی مشاویرنو لخوا لا له پخوا پر داسی یو پلان کار کیدی اویوه دغسی تغیر ته دډیره پخوا لا په کمین کښی ناست وه.
ولی ؟ او په څه خاطر؟
داچی سیاست دبشر د پدایښت سره سم منځ ته راغلی او په هره ټولنه کښی یی مختلیفی لاری و وهلی او بیلی سیاسی نظریی منځ ته راغلی؛ بیا هم و سیاست ته کومه خاصه تشریح نده ورکړسوی ؛د ننی ورځی سیاسی کار پوهان سیاسی نظریه او ایډیالوجی په یوه مانا کاروی چی رسمی سیاسی نظریه او ایډایالوجی یو شان جوړښت لری چی په کښی زور دپریکړی اساسی عنصر بلل شوی دی ؛ ځکه چی په سیاست کی باید پریکړه تر سره او پلی شی نویو څوک باید ټولنه دی نتیجی ته ورسوی چی دمسالی په اړه باید تصمیم ونیول شی لیکن سیاسی نظریه زیاته صیقل شوی او شفافه وی. موږ ټولو دا خبر د مطبوعاتو له لاری واوریدی کوم وخت چی او باما د امریکی دجمهوری ریاست کاندید وه ده یو ځل دافغانستان سفر هم تر سره کړی او به افغانستان کښی یی دحامد کرزی سره هم ولیدل او نوموړی پخپلو خبرو کښی ویلی وه چی دافغانستان او سنی اداره چی په راس کښی حامد کرزی کرار لری یوه فاسده اداره ده چی حتا د جنرال دوستم په مورد کښی یی نا خوښی ښکاره کړي وه او همدا ډول یی دپاکستان په مورد کښی یی ویلی وه که بل فرض د پاکستان دولت او اداره د تروریزم په لمنځه وړولو کښی خپله وظیفه سرته ونه رسوی نو موږ باید پخپله دا کار وکړو ؛ خو کوم وخت چی اوباما خپل سفر و پای ته ورسوی او بیرته امریکی ستون شوه او هلته یی خپل انتخابی کامپاین ته ادامه ورکړل او په نتیجه کښی د امریکی د ریس جمهور په حیث انتخاب سوه وروسته دده له انتخاب نه په داخل د امریکی کښی دیو تعداد هغو یهودی او نورو سرمایدارانو له خوا تر سخت فشار لاندی راغلی چی هغوی ادعا کوله چی پر پاکستان هرنوعه حمله او تعرض دادامریکی د ګټو سره مخالیفه ده او هم دا ډول په افغانستان کښی د هغو یو تعداد عناصرو پر ضد چی نمونه یی په قاچاقو او یا انسانی وژنی او په اداری فساد متهم دی دا هم د امریکی دګټو سره په تضاد کښی قرار لر ی نو او باما د هغو ټولو خبرو چی کړی یی وی پر شا او صرفی نظر وکړی اود وخت په تیریدو سره یی بیرته کرزی خوشحاله اوپه غیږ کښی یی ونیوی. دتاریخی افغانستان پیاوړی فیلسوف ابوالصر فارابی سیاست دعلم یوه څانګه بللی ده ؛ ابوالنصر فارابی نوم محمد بن طرخان بن اوزلغ دی . دی دبلخ په شمال کی دترکستان د (فاراب) په ښار کی (۲۵۷) دوسوه اوه پنځوس هجری قمری کال کښی زیږییدلی او په دری سوه اته دیرش (۳۳۸) هجری قمری کال کښی دسوریی ددمشق په ښار کښی وفات سوی دی. ابوالنصر فارابی پخپل ښار کښی مروجه علوم حاصل کړل او د ژبو له زده کړی سره یی زیاته مینه درلودل.
چی (دوفیات الاعیان ) په کتاب کښی د ابن خلکان په حواله راغلی دی ؛ چی فارابی تقریبآ په اویا وژبو پوهیدی .ابوالنصر فارابی وایی چی دعلمی څیړنی لپاره د هری موضوع د پلټولو له پاره د هغو خطاوو څخه چی دانسانی خصلتو څخه زیږی مخنیوی وسی. دانسان دذهنی خصلتو څخه یو دادی چی ډیر موضوعات په یوه موضوع او جزیی موضوعات بیا په کلی موضوعاتو اوزیات شمیر قوانین په یوقانون چی ډیری پیښی او حوادث احتوا کوی واړوی جزیی موضوعاتو ته پراختیا ورکړی او دهغو څخه کلی قوانین جوړ کړی.
خو د اوسنی جهان دسیاست توازون له هغه وخته په لړزه راغلی ؛ کوم وخت دروسیی د پخوانی مرکزی کمیټی ریس چیرننکوف په مارچ ۱۹۸۵ کښی مړ سو او وروسته له هغه میخایل ګرباچوف په روسیه کښی د باد سازی تر عنوان لاندی هغه ستراتیژیک پلان په ملی او بین المللی سطی سره اعلان کړی ؛ په مانا ددی وه چی روسیه باید د غرب دهغه ستر او قوی اقتصاد په مقابل کښی عقب نشنی غوره کړی ؛چی د روسی دغه سیاست و غربی نړی ته دا سیاسی فرست په واک کښی ورکړی چی غربی نړی په تنهایی سره دټولو بین المللی پیښو اوحوادیسو په مورد کښی خپلی سیاسی فیصلی په اقتصادی ډګر سیاسی او نظامی ډګر کښی عملی کړی چی ښه مثال یی هم پر اعراق ؛افغانستان؛ او اوس هم پر لیبا او اینده پر سوریی باندی چی دا د هم هغه سیاست زیږنده ده؛ د اعراق د نظامی حملی نه مخکښی په میلینونه انسانان د مظاهرو په خاطر راووتل او دجنګ ضد شعارونه یی ورکړل خو دغه ددیموکراسی حاکمانو دخلګو ږغ ته هیڅ مثبت جواب ور نکړی او دا هم ودی ته جوته وه چی دمللی متحد د امنت په شورا کښی اکثریت لری لکه فرانسه؛انګلستان؛او امریکا ؛ خو دلته سوال دبشر دحقوقو او ددولتنو دثبات او سیاسی استقلا لیت را منځته او د پام وړ بحث و ګرځیدی ؛ دمللی متحد په اولینه پریکړه کښی راغلی دی چی پر ۲۴/جینوری ۱۹۴۶ کال کښی په وضاحت سره ویل سوی دی چی ټو ل بشر دمځکی پر مخ حق دژوند ؛حق دکار حق دبیان او ازادی لری هیڅ هیواد دا حق نلری د بل هیواد پر حریم باندی نظامی تعرض وکړی او یا یی و ملی منافعو ته خطر پیښ کړی . امریکا یانو او انګریزانو چی دغه جنګی پروژه پکار اچولی ده په اوسنی احساسو بین الملی شرایطو کښی خبری او بحثونه د یوه غښتلی اتحاد کوی لکه څنګه چی او باما دایرلند څخه ولندن ته راغلی دملیکی او دلندن دصدراعظم سره یی په خبری ګډ کنفرانس کښی دلندن او امریکی اړیکی نسبت ونورو هیوادوته خاصی وبللی چی مانا ددی ورکوی چی دا جنګی پروژه په موفقعت سره ددوی په ګټه تمامه سی ؛ او هم داډول اوباما وویل چی زما اساسی هدف او کتنه دروسی د ریس جمهور میدویدوف سره دامریکی پر هغه نظامی راکیټو او دفاعی سیستم پر نسبولو ده کوم چی دپولینډ؛ او د چیک په جمهوریت کښی امریکا غواړی تر سره یی کړی؛ تر کوم ځایه چی موږ افغانان پری خبر یو دامریکی دنظامی اډو دجوړولو په خاطر هم په داخل دافغانستان کښی دیو تعداد دولتی حلقو له طرفه مخالیفت ښودل سوی وه او هم دمنطقی د همسایګانو له خوا لکه پاکستان؛ ایران؛ او دروسیی لخوا سخت غبرګون ښودل سوی وه چی په نتیجه کښی ؛دکم وخت دپاره امریکایانو د نوموړی نظامی پلان څخه صرفی نظر وکړ ؛ خو موږ پښتانه په خپله پښتو کښی یو عامیانه متل لرو چی وایی په مرګ یی ونیسه په تبه یی رازی کړه ؛ اوس فعلا چی امریکایانو وټولو ته دا وښودل او اعلان یی کړل چی بن لادین دالقاعدی دتروریستی شبکی مشر هم له منځه ولاړی خوبیا هم نوموړی شبکه قوی اوفعاله ده او اوس هم دجهان په هر ګوډ کښی مخفی شبکی لری او امریکی ته لا هم تراوسه یو غټ خطر مواجی دی نو زموږ وظیفه سرته نده رسیدلی چی هغه باید سرته ورسوه چی امریکایان او دجهان نور خلګ ددی شبکی دشره خلاص کړو؛ او په عینی وخت او زمان کښی سی؛آی؛ا دخپلو مخفی جاسوسانو لخوا تروریستی حملی په پاکستان او افغانستان کښی ډیری کړی دی چی دا وښیی القاعده او طالبان دیوستر خطر په حیث معریفی کړی نوشرط دادی چی یا به امریکا یان په افغانستان کښی یونظامی حضور ولری او یا به په پولینډ اوچیک جمهوریت کښی دهغه نظامی او دفاعی راکیټو پلان اعیار اوعملی سی چی روسیه پدی حا لت کښی باید دامریکی ودغو دوغښتنوته جواب پیدا کړی چی دامریکی دسیاسی غوښتنو سره متابقت ولری ؛ خو امریکایان ددی نظامی او دفاعی راکیټو دنسبولو یادونه اوس په داسی یو حالت کښی روسیی ته پیشنهادوی وی چی دنظامی اډو جوړیدل په داخل دافغانستان کښی دخلګو او یوتعداد دولتی او غیری دولتی عناصرو له خوا لا له پخوا تضاد ښودل سوی وه.
په درناوی
لندن ۲۵/۰۵/۲۰۱۱

Copyright Larawbar 2007-2024