ورځپاڼو ته کتنه

عطاالله محمدي | مې 29th, 2011


اراده:

ارادې خپلواکې ورځپاڼې دا پېښه، چې په کې جنرال داؤد او د تخار د امنيي قومندان ووژل شو د جګ پوړو دولتي چارواکو د وژلو تسلسل بللې.

ورځپاڼه ليکي، چې وسله والو مخالفينو په خپلې دې تګ لارې سره په تيرو څو مياشتو کې څو مهم امنيتي چارواکي په نښه کړي، چې په هغو کې د کندز، کندهار امنيي قومندانان، د کندز والي او ځينې نور شامل دي.

ورځپاڼې که څه هم دا د وسله والو مخالفينو په روان جنګ کې يو مهم تکتيکي بدلون بللې، خو په ورته وخت کې يي افغان امنيتي ځواکونه پړه بللي، چې په دولتي ودانيو کې دننه د داسې حملو په مخنيوي کې پاتې راغلي.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې ليکلي، چې طالبانو يو ځلې بيا د يوې مهمې حملې لپاره، چې په کې جګ پوړي امنيتي چارواکي په نښه شول د پوليسو له يونيفورم نه کار واخيست.

ورځپاڼه د ځينو سرچينو په حواله ليکي، چې حمله کوونکي د پوليسو د يونيفورم په مرسته ځان د والي تر دفتر رسولې او مخکې له دې، چې په ځان پورې تړلي مواد والوزوي د غونډې په ګډونوالو ډزې کړي.

ورځپاڼه دې نتيجې ته رسيدلې د داسې حملو ترسره کول په پوليسو کې د وسله والو مخالفينو د بې ساري نفوذ څرګندويي کوي او دا يوازې استخبارات دي، چې د دې نفوذ مخنيوې کولې شي.

ويسا:

ويسا خپلواکې ورځپاڼې بيا د داسې حملو په اړه د هېواد د ملي امنيت د رئيس څرګندونې راخيستي، چې ويلي په سلو کې اتيا دا ډول حملې د بهرنيو له خوا پلانيږي.

ورځپاڼه ليکي، چې د پولې بلې غاړې ته څو افراطي ډلې په افغانستان کې د حملو له زياتولو سره همکاري کوي.

ورځپاڼه وړاندې د ښاغلي نبيل په حواله ليکي، چې افغان امنيتي ځواکونه هره مياشت د وسله والو مخالفينو له زرو نه له زياتو حملو سره مخامخ دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم د تخار د حملې په اړه بحث په دې انتقاد پيل کړې، چې دا حمله په کندهار کې په امنيې قومندانۍ او دفاع وزارت باندې د شوېو حملو تکرار وو، خو د ورځپاڼې په وينا د افسوس خبره داده، چې د هېواد امنيتي مسؤلين لا هم ويده دي.

د ورځپاڼې په وينا لا هم امنيتي مسؤلين نه شي کولې، چې له دوي نه راټول پوځيان وپيژني او د هغوي هويت معلوم کړي.

د امريکا له خوا پاکستان ته د وسله والو د ځينو مشرانو د ورسپارلو لپاره وړاندې شوې لسټ بله مهمه مسئله ده، چې په کابل کې خپريدونکو ورځپاڼو راخيستې.

خدمتګار:

خدمتګار ليکلي، چې امريکا له پاکستان څخه غوښتي، چې د ملا عمر او مولوي حقاني په اړه استخباراتي معلومات ورسره شريک کړي او د اړتيا په وخت کې د دوي په خلاف په کيدونکو عملياتو کې ورسره همکاري وکړي.

ورځپاڼه ليکي، چې د امريکا له خوا پاکستاني چارواکو ته په سپارل شوي لسټ کې ايمن الظواهري، الياس کشميري او عطيه عبدالرحمن، چې د القاعده مهم غړي دي شامل دي.

اراده:

ارادې هم ليکلي په هغه لسټ کې، چې د امريکا له خوا پاکستان ته سپارل شوې په هغې کې د ملا عمر په ګډون د پنځو وسله والو نومونه شامل دي.

ويسا:

ويسا ليکلي، چې امريکا هيله منده ده، چې پاکستاني چارواکو ته د دغه لسټ په سپارلو سره به د دوي په خلاف په کيدونکو عملياتو کې کافي اسانتياوې رامنځ ته شي او په ورته وخت کې دا د امريکا له خوا د پاکستان يو ازميښت هم دې

Copyright Larawbar 2007-2024