کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپريدونکو ورځپاڼو نن تر ډيره ترکمنستان ته د ولسمشر کرزي په وروستي سفر او په هېواد کې د سولې او پخلاينې په روانو هڅو بحثونه کړي، چې حميد مومند په لاندې مطلب کې رانغاړلي دي.

اراده:

ارادې خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرليکنه کې په هغو مسايلو تمرکز کړې، چې ولسمشر له ترکمن چارواکو سره پرې خبرې کړي.

ورځپاڼې دا سفر په هېواد کې د سولې له روانو هڅو سره هم تړلې بللې او په دې ترڅ کې د سولې د عالي شورا نظر راخيستې، چې د خپلو هڅو لپاره د سيمې د هېوادونو د همکارېو جلبول ضروري بولي.

ورځپاڼه ليکي، د سولې عالي شورا په دې باور ده، چې د سيمې هغه هېوادونه، چې د افغانستان په وړاندې ناپيلې دريځ لري کولې شي د سولې په ټينګښت کې مهم رول ولوبوي.

د ورځپاڼې په وينا د سيمې د هېوادونو اقتصادي تړاو هم د سولې په روانو هلو ځلو کې د دوي اغيزمنتيا زياتولې شي.

ويسا:

ويسا خپلواکې ورځپاڼې بيا په خپل بحث کې هغه هڅې څيړلي، چې په هېواد کې دننه د سولې او پخلاينې لپاره روانې دي.

ورځپاڼه په دې ترڅ کې هغې غونډې ته اشاره کوي، چې پرون د هېواد د بېلابېلو قومونو د مشرانو او د ملي شورا د اوسنيو او پخوانيو غړو له خوا جوړه شوې وه.

د ورځپانې په وينا په دې غونډه کې په يو مخيز ډول په هېواد کې له جنګي سياستونو سره مخالفت څرګند شو او سوله د هر افغان په بڼه تعريف شوه.

د ويسا په باور روانې هلې ځلې او د سولې مخ په زياتيدونکې ملاتړ يو ښه فرصت دې، څو ټول ولس په يوه محور راټول شي.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې په وينا افغان ولسمشر له ترکمن مشرانو سره د ځينو نورو مسايلو ترڅنګ په هېواد کې د امنيتي مسؤليتونو د ليږد بهير په اړه هم خبرې وکړي او هغه يي خورا حساس وبلل.

ورځپاڼه ليکي، چې ښاغلي کرزي له ټولو ګاونډيو هېوادونو څخه وغوښتل، چې د دغه بهير په برياليتوب کې دې له افغانانو سره همکاري وکړي.

ورځپاڼه ليکي، چې ښاغلي کرزي په دې سفر کې د ترکمنستان په ګډون يو ځلې بيا ټولو ګاونډېو هېوادونو ته دا ډاډ ورکړ، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ ستراتيژيکې اړيکې د هيڅ ګاونډي هېواد په زيان نه دي.

په کابل کې خپريدونکو پاتې ورځپاڼو هم خپل د نن ورځې مهم سرليکونه ترکمنستان ته د ولسمشر کرزي سفر او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته ځانګړې کړي.