کرزي ناټو ځواکونوته په غصه کي اشغالګر وویل
عطاالله محمدي
افغان ولسمشر حامد کرزي ناټو ځواکونو ته د وروستي ځل لپاره اخطار ورکړ، چې د شپی لخوا دی خپلسری عملیات بند کړي.
نوموړی چې نن له غرمې مخکې یوی خبری غونډی ته وینا کوله ګواښ وکړ، که چیری ناټو ځواکونه دده وروستی خبر داری له پامه وغورځوې نو ناټوته به داشغالګرځواک په سترګه وکتل شې.
ده دا وویل، چې د تاریخ په اوږدو کې دا ثابته شوی، چې افغانان له اشغالګر ځواک سره بیا څه ډول چلند کوی..
نوموړی وویل، چې د ناټو د شپې د عملیاتو پر وړاندی د افغانانو زغم ختم شوی او نور دا ډول عملیات نشې زغملاې.
افغان ولسمشر له ناټو داسی مهال د شپی د عملیاتو د بندیدو غوښتنه کوې، چې تیره ورځ په کابل کی د ایساف ځواکونو د کرزی له مخکنې خبرداری سره سره د شپې په عملیاتو ټینګار وکړ.
دد ایساف ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاتس وویل، چې د شپې لخوا په عملیاتو کې بریالی دی او ملکې وګړو ته هم کمه مرګ ژوبله اوړې.
کرزې دا خبر دارۍ وروسته له هغې جدی ونیو چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د ناټو په هوایی بمبارۍ کې څوارلس ملکی وګړی ووژل شو.