د څانګي اماج په ياد كي
حاجي امين باوري
ځوانه څنكه دي په ماشه باندي ګوته ټينګوله
ايا ته يه لا تر سايي لاندي كينستي نـــــوي
سي دي ده څانګي په بشر ګولي كړي خښي
خير تاته خو د محشر ګرمي معلومه نوه
ځكه دي ده څانګي په سايه زوال راوستلو
ځوانه څنګه دي په ما شه باندي ګوته ټنګوله
تا پسي د بوراګانو ښيري هم پسي شوي
دڅانګي د كوڅي خوشبو دي په باروتو كړه بدله
تا په خپل كلي كي هم داسي غوټۍ وي رﮋولي؟
ځوانه څنګه نيمه شپه كي دغه سوچ سو در ولاړ
سي د خيا لو په خوب كي پټي دوه سترګي
پري دي نښودي د سهاري ريښتيا ميدان ته
ولاخوبيه جوړكړى لوي بازار وه په زړګي كي
پري دي نښودي د ريښتيا ميدان ته سي رڼي شي
ځوا نه څنګه دي په ما شه باندي ګوته ټينګوله
تا دي حيرت فضا ته ولي شا ورګرځولي
ولا په څنګ كي د اغزومي ګلونه داسي نه وه ليدلي
لكه تاچي د اماج په ﮋوند خزان راوستلو
ايا ستاسو په كلي خزان او بهار دواړه نه راځي؟
ريشتيا به وايي كوم يو دي خوښيږي
بيا دي ولي.دالله يار په كلي خزان راوستلو
هم دي ده ربي په كور دغم طوفان راوستلو
ځوانه څنګه دي په ما شه باندي ګوته ټينګوله
زه خويه ولاكه و انځور ته زړور كتلاي شم
تا يه مخامخ په سپين جبين كړي سترګي خښي
بيادي دغم ګولي ور واركړه سي په زړه يه شوله ډوبه
ولا چي زړه دي نه ده تور كا ڼي د صحرا ده
په ليدو د معصومو سترګو پرشا چي نه شو
ځوانه څنګه دي يه ماشه باندي ګوته ټينګوله
ايا په هيواد مو نور غمونه كم وه
سي دي ده رسنيو هم كړه ملا راماته
كړه دي د هيواد دحال احوال هنداره ماته
د امي عادت وه سي به مي هربيګاخبرونه كتل
اوس مي دسمال په لاس كي اوښكي پاكوم
تا هم كړه زمونږ دكوردميزهنداره ما ته
ځوانه څنګه دي په ماشه باندي ګوته ټينكوله
دا خو راته وايه سي چا دركړي دا ګولي وه
قسم ده درته يه دغسي وه ويلي؟
رڼيدوته سي پري نږدي دالكۍ داره سترګي
څانــــــــګي ورځه الله دي مل شه
د اخــــــــــــــــــــــرت غوټۍ دي ګل شه
ددنيا غوټۍ هيچا سره هم وفا كړي نده
د خپل قاتيل د غاړي تــــــــوك شي
هـــــــــمدا مقام دي بــــــــس ده
عمران هم چي لاس ګړي پورته په دعا شي
واي خدايه ما ته هم د څانګي مرګى راكړي
د ژورنالیږم د ډګر ملالۍ شکیبا څانګه اماج د 1386 ش کال د غبرګولی د میاشتی په لسمه نیټه د ژوند شیبو ته د پای تکی کیښود شکیبا اماج د شمشاد ټلویزون ویانده وه سی په دی ډګر کی خپل ځان قربان کړ چی 1390ش کال د غبرګولی 10 نیټه د ارواښادی 4 تلین سره سمون لری
روح دی ښاد وی