کور / شعر / غزل

غزل

اخېستـــــــی مې ستاسترګو نه الهام شاعرانه
چې اخلم شرنګيدلی غونــــــــدې ګام شاعرانه
جانان چې لمدو زلفو ته څنډ ورکړلوباران شو
محفل يې په خدای ټول کړلو تمــــــام شاعرانه
چې ستا دا ډبرين زړګی به نرم کړي کـــه څنګه؟
جــــــــــــانانه ما در واستؤ پيـــــغام شاعـــــــــرانه
معمول دی ټول مين په مازديګر کې کړي ديدن 
زمــــــــا لپـــاره غوره  دی مـــــــاښام شاعــــــــــــرانه
دابيا چې ( نوراني) ياغــــي باغي غزلـــــــې ليکې
يوچـــــا درته کتـــــــلې پاس لــــــه بام شاعـــــــرانه