کور / شعر / د ذبیح لله شریفي درې شعرونه

د ذبیح لله شریفي درې شعرونه


پیښور که کابل جان دی


ښایسته له ټول جهان دی
پیښور که کابل جان دی


خیالی وطن ګلی ګلذار دی
زما ژوند زما غرور دی
په جګو غرو سرشار دی
همغه خړپړ زما کورر دی


ما ته له ټولی دنیانه ګران دی
پیښور که کابل جان دی


مسافریکی راوریږی
غمونه توفان دی
بی له وطنه نه تیریږی
وختونه څخت ګزران دی


نه می هیریږی زما ځان دی
پیښور که کابل جان دی


په کړاونو دردونوکی
ژوندون دی خدایه
ډوب یم خیالونو کی
دا څه جنون دی خدایه


هر درد ته می درمان دی
پیښور که کابل جان دی


پردی وطن کی نه شته راحتونه
هرخواکی یی خپګیان دی
ورک شوی می خوبونه
په ما راغلی خزان دی


زما د ژوند هرارمان دی
پیښور که کابل جان دی


د بیلتون په سرو ورونوکی
یی پروتیم سوزیږم
راګیر شویم فکرونو کی
په جودایی کی یی زوریږم


د جګو غرونو ګیروګان دی
پیښور که کابل جان دی


ما ذبیح الله ته هر ټکور دی
هر رنګه بختور دلدار دی
غم درد راباندی زور دی
خپګیان په ما بادار دی


د خړو زمریو ګلستان دی
پیښور که کابل جان دی


ناخبره ورکیم له ځانه
خدایه ګیله وکړم له چانه
له خپل قسمته که دنیانه
نور ځمه دی دغم له زندانه


اخیری دیدن یی زما ارمان دی
پیښور که کابل جان دی


////////////////


 پکتیا می یادیږی


ښایسته پکتیا کی مو کورونه دي هر څومره یی هیروم
نه می هیریږی لوی یې کلاګانی دي پکتیا می یادیږی
کور د خوشحالیو اتڼونو وه اوس نه دی غلی دې زړه
می نه بیلیږی ورڅخه خیالی ځای دی پکتیا می یادیږی
توریالې د هر پیړیو دی غرنی سیمه دی تر نه خپه زړګی
می نه سبریږی په جګو غرو ښکلی دی پکتیا می یادیږی
په کی پراته هر رنګه قومونه دي په جدایی کی ژوند می
نه تیریږی د احمد زیو اصلی ټاټوبی دې پکتیا می یادیږی
د ګلستان کی هر رنګه ګلونه دي لویه خدایه غمونه می
نه ورکیږی ورکی می ټولی خوښی دي پکتیا می یادیږی
مسافری کی می ورک خبونه دي پردی وطن کی زوریږم
دلته هیڅ چاره می نه کیږی ژړا ګانی دي پکتیا می یادیږی
په ما ذبیح لله ډیره ګرانه دی هر مسافر دا وایی مسافری کی
ژوند می نه سمیږی هر قیامت مسافری دې پکتیا می یادیږی


/////////////////////


غیرتی خړ پړ افغانستانه


ښایسته له ټول جهان یې
غیرتی خړ پړ افغانستان یې
ته مو تکور هر درمان یی کور د هر افغان یی
څومره ښکولی ګلالی یې زمونږ زور هر توان یی
ته مو باغ او باغبان یې
غیرتی خړ پړ افغانستان یې
ته مو هر رڼا لکه ګروپ یې جنجالونو کی مسروپ یې
هر خوښی نه یی ویستلی یی له خبګیانه چوپ چوپ یې
ته زمونږ نوم نیشان یې
غیرتی خړ پړ افغانستان یې
ناحقه هر رنګ وزوریدلۍ د ناپوهو بچانو له لاسه ودردیدلۍ
هر بلا ته یی غورزولی یی لکه خزان وهلۍ باغونه وریزیدلی
زمونږه سر او ځان یې
غیرتی خړ پړ افغانستان یې
دغه جنګونه د نور ورک شی چی د دردونه د سپک شی
بی ګونا یی خوږ کړی وی وهلی د ښمنان دی غرق فرک شی
زمونږ ژوند او ایمان یې
غیرتی خړ پړ افغانستان یې
بی تا مو ګزاره نه کیږی بل وطن کی مو چاره نه کیږی
ته مو هر خوشحالی یی ستا د بیلتون له غمونه سره نه کیږی
د هر بچی د لوی ارمان یې
غیرتی خړ پړ افغانستان یې
خدای د دا جنګ څوړ کړی کاشکی بیا د یو ځلی راته جوړ کړی
غګ د صولی راولی هر بچۍ د په خوشحالۍ ځان موړ کړی
په ما ذبیح لله ډیر ګران یې
غیرتی خړ پړ افغانستان یې