کور / تازه خبرونه / د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتابتونو د بډايني کار پېل کړئ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتابتونو د بډايني کار پېل کړئ

دکلتوروزارت لخوا د هلمندولايت دعامه كتابتون سره د٤٠٠٠  ټوكه كتابونو مرسته دکب په ٢١مه وشوه .
دهلمندداطلاعاتو اوكلتوررئيس جانګل وايي چې په دغو كتابونو كې سياسي ، ديني ، ادبي اوټولنيزكتابونه شامل دي .


دهلمنددعامه كتابتون مدير شيراحمد دمعلوماتو له مخې   وړاندي له دې دهلمندكتابتون ٨٠٠  كتابونه درلودل  .


 نوموي خوښي څرګنده کړه چې دکتابخانو دبډاي کولو په خاطر داطلاعات اوکلتور وزارت مرسته کوي .


 شيراحمد وايي چې دجګړو ترمخه دهلمند ولايت کتابتون ددکتابونو له پلوه يوترټولو بډاي کتابتون وو .


دهلمندعامه كتابتون چې په ۱۳۵۴  كال كې جوړشوي، دکورنيوجګړو په كلونواودروسانو ديرغل پرمهال   يي په زرګونو كتابونه لمنځه تللي دي .


ديادولو وړده چې دروان کال په لوموړيو کې دکتابتون ودانۍ هم جوړه شوې ده .


دکلتور وزارت وياند حميد ناصري وردګ وايي چې دوي دکتابتونودبيا فعالولو اودکتابونوله پلوه دبډاي کيدو په خاطر په ټولو ولايتونو کې کار پيل کړي دي .


نوموړ ي ويل چې تيره اونۍ يې  کابل دښار په يوه ناحيه کې يوکتابتون پرانستلو او په نيږدې راتلوونکي کي به دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې هم يوکتابتون پرانيزو .