کور / تازه خبرونه / بمي چاودني ملکي وګړی وواژه او يوبهرنی يې ژوبل کړ

بمي چاودني ملکي وګړی وواژه او يوبهرنی يې ژوبل کړ

کابل، افغانستان (د مارچ ١٢ نېټه) نن سهار د٠٩:٤٠ دقيقو په شاو خواکې  د آيساف يو کاروان د کندهار د ښار څخه د تيريدو په حال کې وه  چې په يوه موټر کې ځاى پر ځاى شوي چاوديدونکي توکي يې د موټرو تر څنګ وچاوديدل چې په پايله کې يوه ملکى وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړ.  دا خبره لراوبر ويبپاڼي ته د ايساف له خوا په راغلې خبرپاڼه کي ياده سوې ده.


ددې  چاودنى له امله د آيساف يو سرتيري سرسري ټپي شو. اوس مهال د ټپي شوي سرتيري روغتيايي حالت ښه دى او په سيمه کې د آيساف په يوه روغتون کې  له درملنې څخه وروسته خپلې دندې ته ستون شو. ديادوني وړ ده چي دداسي پېښو پر مهال هر لوری خپله مرګ ژوبله تر مقابل لوري کمه بولي .