د سالارو په سيمه کي د پوليسو موټر په بم والوزول سو

د لراوبر اداره | مارچ 13th, 2008


په ودرګو کې دپوليسو پريوه موټر دماين چاودنه ترسره شوه اويودپوليسو موټر يي له منځه وړي دي . 


دغه پيښه نن سهار نهه بجي دوردګو ولايت دسيداباد ولسوالي  دسالارو په سيمه کې رامنځ ته شوي چې دعيني شاهدانوپه وينا موټر مکمله لمنځه تللي دي


عيني شاهد احمد شاه وايي چې په دي پيښه کي اته پوليس مړه اوياهم ټپيان شوي دي . 


خودوسله والو طالبانو وياند زبيح الله مجاهد وايي چې څلورپوليس مړه اودوه زخميان دي


هغه ويل چې دغه دريموډ کنټرول شوي ماين په واسطه دوي کړي ده


خو مظفرالدين چې دوردګو امنيه قومندان دي وايي چې يوازې دوه پوليس ټبيان شوي اويومړشوي دي


خودغزني دشفاخاني ډاکټرانو بياددريو زخميانو اوددوه مړو دورسيدلو پيښه تايد کړي ده

Copyright Larawbar 2007-2024