کور / تازه خبرونه / كندهار:افغانستان دي له هالنډاوډنمارك سره اړيكي پريكړي

كندهار:افغانستان دي له هالنډاوډنمارك سره اړيكي پريكړي

دكندهارپوهنتون په سل ګونوتنومحصيلينودهالنډاوډنمارك هيوادونوپرضدسوليزه مظاهره وكړل اوغوښتنه يې لرل چې په افغانستان كې دې ددواړوهيوادونوسياسي نماينده ګې وتړل سي .


مظاهره كونكودډنمارك اوهالنډهيوادونوپرضدشعارونه وركول اوله افغان دولت څخه يې غوښتنه كول چې له لمړي دي دايساف په چوكاټ كې ددغودواړوهيوادونوسرتيري وايستل سي اوبل دي ددغوهيوادونوسره افغانستان پرصادراتواوواريداتوباندي بنديزولګوي .


مظاهره كونكي چې دامنيتي مامورينوله لوري كلك څارك ليدل له نړيوالي ټولني څخه هم غوښتنه كول چې پرهالنډاوډنمارك هيوادونودي سياسي فشارراولي ترڅوپه راتلونكې كې نومه وړي هيوادونه اسلامي مقدساتوته سپاكاوي  ونه كړي .


دډنمارك هيواديوي ورځپاڼي  ددوهم وارلپاره دحضرت سروركائنات (ص ) كاري كارتون خپوركړي اودهالنډهيواددپارلمان يوه غړي بيادكلام الله مجيدتوحين كړي .


دكندهارپوهنتون محصيلينوداسلامي نړي څخه هم غوښـتنه لرل چې دنومه وړودواړوهيوادونوسره دي خپلي اړيكي پريكړي .


محصيلينودكندهارپوهنتون په انګړكې مظاهره ترسره كړل اودپوهنتون تردروازي پوري يې لاريون جوړكړي ووچې دپوليسوله لوري يې كلك امنيت ساتل سوي وو.


تردي وړاندي دكندهاردموي مباركې په مسجدجامع اوكندهارعالي دارلمعلمين كې هم ورته سوله يزي مظاهري په لاراچول سوي وې .


له دي څخه پرته په كابل ،هرات ،ننګرهاراودهيوادپه نوروګڼوولايتونوكې دهالنډاوډنمارك هيوادونوپرضدلاريونونه په لاراچول سوې وو.