په کابل کې چاودنې دشپږو ژوند واخیست.

رحيم ګل څاروان | مارچ 13th, 2008


نن سهار دکابل ښار دهوایي ډګر په سړک یو ځانمرګی برید وشو چې له امله یې شپږو تنو ژوند ورکړ او اتلس تنو نورو ټپ خوړلی، ځانمرګی برید دبهرنیو ځواکونو په ګاډیو وشو خو خبرونه وايي چې دوی ته کوم دپام وړ زیان ندی رسېدلی، یوه عیني شاهد لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې دمرګ ژوبلې کچه تر ورکړل شوی کچې خورا زیاته وه ، دکابل امنیه قومندان سالم احساس وویل چې پیښه د دیوه ځانمرګی برید کوونکي له لوري شوې، خو هغه یې دهویت په اړه کوم څه ونه ویل.
بل لورته یوه طالب ویاند ددی پیښې مسولیت په غاړه اخیستی، ولسمشر کرزي ددی پیښې غندنه کړې ویلي یې دي چې دا کار غیری انسانې او اسلامي دی.

Copyright Larawbar 2007-2024