کور / اسلامي / هر عمل قابل قبول دئ؛ چي د الله د پاره وي

هر عمل قابل قبول دئ؛ چي د الله د پاره وي

هرهغه عمل قابل قبول دی کوم چه الله تعالی دپاره وي۰

فقیه (رح) په خپل سند سره دمحمود بن لبید (رض) نه روایت کوي چه نبي کریم (ص) ارشاد وفرمایل: ستاسو په حق کي د ټولو نه خوفناکه خبره د کومي نه چه ماته وېره ده شرک اصغر دی . 
عرض وکړی شوای د الله رسوله شرک اصغر څه څیز دی؟  ارشاد یی وفرمایلو چه ریاء (رواه احمد)

فایده: الله تعالی به بندګانو ته دهغوی دعملونو بدله ورکولو په وخت کي فرمایي چه هغه خلکو ته لاړ شی کومو ته چه په دنیا کی تاسو د اعمال ښودل غوښتل.
لږ خو وګوری ایا ددوی څخه څه ښیګړه او خیر تاسو ترلاسه کولای سی؟
فقیه (رح) فرمایی چه داخبره به دوی ته ددی لپاره وویلی شی چه په دنیا کی ددوی عمل د دوهکی په بنیاد وو، نو آخرت کی به په دې بنیاد سره معامله کیږی څنګه چی دباری تعالی (ج) ارشاد دی .

ترجمه: بیشکه منافقان الله تعالی سره ددوکې معامله کوي هغه هم دوی سره دغه معامله کولو والا دی ۰

یعني : ددوی د دوکې بدله به دوی ته ورکړي او ددوی دعملونو ثواب به ختم کړي ۰ او ارشاد به وشي ‌‌چه هغو خلکو ته لاړشی چه دکومو دپاره مو دا اعمال کړی وو. ما سره ددی هیڅ ثواب نشته ځکه چی دا خالص د الله تعالی د رضا لپاره نه وو او بنده چه الله دپاره عمل وکړي نو دثواب مستحق جوړیږی کله چه دبل حصه په دې کي راغله نو الله تعالی ددې نه بری کیږي .

بغیر دروح نه عمل نفع نه ورکوی
دیو حکیم وینا ده چه څوک اووه (۷) عملونه د اوو(۷) څیزونو نه بغیرکوی هغه دخپل عمل نه نفع نه بیا مومی۰
۱—دا چه په ویره عمل کوی خو بچ کیږی نه یعنی داسی خو وایی چه زه دالله تعلی دعذاب نه ویریږم خو د ګناهونو نه نه بچ کیږی نو دده داوینا دهیڅ کار نه ده۰
۲—دا چه دطلب نه بغیر دامید عمل وکړی یعنی دا خوووایی چه زه  دالله تعلی نه دثواب امید ساتم خو هغه دنیکو اعمالو په ذریعه نه طلب کوی او نه یی حاصلوی نو دده دا وینا به هم فایده نه ورکوی ۰
۳—هغه چه بغیرقصده دنیکو اعمالو کولو نیت وکړی خو په عملی طور دهغی داختیارولو اراده هم ونکړی دا نیت به هم ده ته څه فایده نه ورکوی۰
۴—هغه چه دعملی کوشش نه بغیر دعاء کوی یعنی دا دعاء خو وکړی چه الله تعلی ده ته دنیکی توفیق ورکړی خو په عملی طور محنت او کوشش ونه کړی دا دعاء به هم ده ته څه نفع نه ور کوی ده له پکار دی چه څه عملی محنت وکړی لپاره ددی چه الله تعلی ده ته توفیق ورکړی۰
۵—هغه استغفار دی چه بغیر له پښیمانتیا نه وکړی شی یعنی استغفرالله خو وایی خو په خپلو ګناهونو پښیمانه نه وی داسی استغفاربه هم ده ته څه کار نه ورکوی۰
۶—داچه دباطن نه بی پروا وی اوپه ظاهر کی ولګی یعنی داعمالو دظاهری اصلاح کوی خو دهغی باطنی آداب او شرایط پوره نه کړی نو دا یواځی ظاهر به هم هیڅ په کار نه راځی ۰
۷—دا چه عمل خو پوره محنت او کوشش سره وکړی خو د اخلاص نه بغیر یعنی ددی نه مقصود د الله تعلی رضا نه وی نو دا اطاعت او نیکی هم د هیخ کار نه ده محض نفسانی دوهکه ده ۰

نور بیا…