کور / شعر / پښتونولي

پښتونولي

پښتو ساتنه په پښتو کېږي
پښتونولۍ ته په کتو کېږي
د بې پښتو خلکو پښتو به څه وي؟
نه د پښتو په ګړېدو کېږي
د بې پښتو او د غله فرق به څه وي؟
فرق ېې يوازې په پښتو کېږي
پښتو يوازې يوه ژبه نده
قانون دی ستا په پوهېدو کېږي
٬٬پ٬٬ ېې د پت سره د ژوند ملګری
٬٬ښ٬٬ ېې ښېګڼه په ژوندو کېږي
٬٬ت٬٬ ېې تاريخ دی له نيکونو پاتې
٬٬و٬٬ ېې وطن په ننګيالو کېږي
وطن ساتونکی چې پښتون يادېږي
٬٬ن٬٬ ېې ناموس په سرښندو کېږي
د افغان نوم افغانستان جوړوي
دين وطن ناموس په ارادو کېږي
٬٬الف٬٬ اسلام ٬٬ف٬٬ ېې فعال لوبوي
٬٬غ٬٬ ېې غيرت په تاريخو کېږي
اول ناموس او د وطن ساتنه
که کور ساتۍ په قربانو کېږي
راځۍ چې خپل قانون تدبيق کړو په ځان
عمل روزنه په زغمو کېږي
ژبه پښتو زړه د پښتون دی پکار
پښتونولي په حوصلو کېږي
نه د ټيټال نه د ټګي ژبه ده
په ورورولۍ او په جرګو کېږي
يوازې موږ سره زموږ په ژبه
ستا په خلوص زموږ په نسلو کېږي
د هرې تړې غچ به اخلم درنه
زما حساب په حوصلو کېږي
چې مې هېواد کې يو افغان پاتې وي
همدا جګړه به په درو کېږي
راشه حجره کې مې جرګې ته کښېنه
نه په جګړو نه په بمو کېږي
هم زما ژبه هم قانون دی زما
وې څېړه ستا په څېړېدو کېږي
زما پېژندو کې دې وخت مه تېروه
پوهه د پلار له تجروبو کېږي
دا به لوی شرم او لوی ننګ وي سارا
چې نن پښتو په ډالرو کېږي