یو جرمن او یو امریکایی پوځي ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جون 2nd, 2011


د جرمنی ( ډي . اې . پی . ډي ) خبری شبکه لیکی چی نن په بغلان ولایت کی یو جرمن زرهپوش پر ماین برابر سو چی له امله یې یو جرمن پوځي مړ او پنځه نور ټپیان سول ( په دې سره د جرمن پوځیانو تلفات ۵۳ ته ورسېدل ) .

بلخوا ، پنتاګون خبر ورکوی چی د مې پر ۳۱مه طالبانو په لوګر ولایت کی د راکټ په حمله سره یو امریکایی پوځی ووژﺉ .
په دې سره د مې په میاشت کی د ټولو خارجی پوځیانو تلفات ۵۹ ته ورسېدل چی ۳۶ یې تر اوسه امریکایان اعلان سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024