تازه خبر: په جرمني کي د افغانستان په اړه د بُن دوهم کنفرانس جوړيږي
د جرمني حکومت د راتلونکي ډسمبر په مياشت کي د افغانستان لپاره د بُن دوهم کنفرانس جوړوي چي په افغانستان کي د ټولو ښکېلو ډلو او سياسي ګوندونو په ګډون به د افغانستان ګاونډيان ، د نړۍ د سلو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د نړۍ د زرو سازمانونو استازي ګډون پکښي کوي .
د افغانستان د امنيت شورا د فرهنګي چارو ريس پوهندوی محمد اسمعيل يون د لراوبر سره په يوه ځانګړې مرکه کي وویل چي نړيوال د بُن په دوهم کنفرانس کي هغو تېروتنو ته متوجې دي چي لس کاله مخکي يې د افغانستان لپاره د بُن په لومړي کنفرانس کي کړې وې .
دا چي د بُن په دوهم کنفرانس کي به د طالبانو سره څه کيږي ، ښاغلي يون وويل چي طالبانو ته هم په دې کنفرانس کي د ګډون بلنه ورکول کېږي ، بله مهمه خبره داده چي په دې کنفرانس کي به د بون د لس کاله مخکي کنفرانس هغه تېروتني چي د افغانستان لپاره زیاتي مرستي او په افغانستان کي زيات واک د يوې سيمي يا قوم خلکو ته وسپارل سو نه تکراريږي او د افغانستان دننه ټولو ښکېلو ډلو او ګوندونو ته به مساوي حق ورکول کيږي چي په دې سره به ښايي ځيني هغه ډلي چي په تېرو لسو کلونو کي د خپل حق څخه زيات واک ور رسيدلی و اوس به يې امتيازات د پخوا په پرتله راکم او هغه چي حق يې کېږي ورته ورسيږي .
په دې ځانګړې مرکه کي د افغانستان پر سياسي حالاتو په په تفصيل سره خبري سوي دي ، تاسو يې ليدلو ته رابولو.