کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دخان شهید ملګري ارواښادمحمداکبرخان اڅکزﺉ

دخان شهید ملګري ارواښادمحمداکبرخان اڅکزﺉ


ارواښادمحمداکبرخان اڅکزﺉ یوداسي نوم دي کوم چي پخپل ذات کښي دسیاست اودپوهني دېوې اکادمي حېثېت درلود. ارواښاد محمداکبرخان اڅکزﺉ یوپوهه سیاست مدار او یو نامتو ژورنالسټ ووکوم چاچي په پښتواو اردوژبه کښي خپل صحافت ته دوام ورکړي وو.ارواښاد دملي جبې مشرخان شهیدخان عبدالصمدخان اڅکزﺉ دنزدې ملګري وو.ارواښاددخان شهیدپه استقلال ورځپاڼي کښي دپښتوپه برخه کښي ليکني کولې.ارواښاددسهيلي پښتونخواپه تحصيل ګلستان عنايت الله کاريزکښي پرکال ۱۹۲۵ء کښي دمحمدموساپه کورکښي په دسي وخت کښي سترګي روڼي کړې چي په هغه وخت کښي دبرصغيرهندبرسېره پښتونخواوطن دانګريزانوپه ولقه کښي وو.په دغه مهال په ټوله برصغيراوپه پښتونخواکښي دانګریزانوپه ضدمبارزې پېل وې.


ارواښادمحمداکبرخان اڅکزﺉ خپل لومړي زدهکړي ترسره کولووروسته دخان شهیدعبدالصمدخان اڅکزﺉ په غورځنګ کښي برخه واخيستله. ارواښادبه ګام پرګام اواوږه په اوږه دخان شهیدپه هره لارملګرۍ وو.ارواښادمحمداکبرخان دپښتون قام دخپلواکي دپاره په ځان ډېرزحمتونه تېرکړۍ.په ایوبي دورکښي په ارواښادډېرظلمونه وشول.ځکه چي په دغه وخت کښي پاکستان کښي دپښتونخوادخپلواکي دپاره دخان شهیدپه مشري کښي دورورپښتون اودباچاخان په مشري کښي دخداي خدمتګاردلاري غورځنګودوام درلود.دایوب خان د استعمارګري واکمنۍ په مهال ارواښاد ادبي استعمارګرواوددوي پښتنوتالي څټوله خواونېول شو اوپه ارواښادیې تورولګوي چي ارواښاددپوځي حکومت په ضداودپښتونستان په ملاتړکښي ليکني خوروي هم په دې توریې وارواښادته دڅوارلس کاله ډنډورکولوآمروکړیه.ددې ټولوکړهانوبرسېره هم ارواښادخپل دپښتني هوډوانه وېښت اودخان شهیدسره هغه دايوبي مارشل لاء په ضدوخپلوهلوځلوته دوام ورکړي.اوترمرګه پوري یې دپښتوژبي اوپښتون قام دخپلواکي دپاره دخان شهیداوبیاوروسته دښاغلي محمودخان اڅکزﺉ په مشري کښي دسیاست اوورسره دليک دلاري خپلي هلي ځلي کولې.ارواښاددخپل صحافت پېل دسهيلي پښتونخوااوریاست قلات(بلوچستان)دلومړۍ  ورځپاڼي استقلال څخه وکړه.داهغه وخت ووچي په برصغیرهنداوپښتونخواوطن دانګرېزي استعمارقبضه وه.ارواښادپه ۱۹۷۲عيسوي کښي دپښتنواوبلوڅوپه ګډايالت کښي دسېمېزه صحافت بنسټ کښېښوداودپښتواردوژبي ګډه ورځپاڼه برېښناپه خپرولویې پېل وکړیه.ارواښادخپل ژوند دانسانانوپه خدمت کولوکښي تېرکړې.هم دغه شان ارواښادخپل ژونددپښتون قام دخپلواکي لپاره سپارلۍ وو.ارواښاددخان شهید دشهادت وروسته خپله ټوله پام لرنه دصحافت وخواته اړولې وه.خوبيابه یې هم کله کله دپښتون ملي مشرمحمودخان اڅکزﺉ سره په اولسي غونډوکښي ګډون درلود اودپښتون قام دخپلواکي په غورځنګ کښې په یوه نه یوه بڼه برخه اخیستله.هم دغه شان اښاد دصحافت دلاري دقام دآزادي غورځنګ ته دوام ورکړي وو.ارواښادداغوښت چي پښتون قام په پاکستان کښي یوسیال اوخپلواکه قام سي.وپښتنوته دي له بولانه ترچتراله دخپلي خاوري خپلواکي ورکول سي.پښتوژبه دي سرکاري اودفتري ژبه وګرځول سي.


ارواښاد دپښتنونوي ژورنالسټانوسره دخپل بچیانوپه کچه مينه کوله.په کوټه پريس کلب کښي چي دارواښاددمرګ وروسته پنجابيانواودهغوتالي څټوپه خپل ولقه کښي اخیستۍ وو.په دې کښي ارواښاددنوي پښتنوژورنالسټانوپه ورین تندي هرکلۍ کوي اودنوي ژورنالسټانوروزنه یې کوله.ارواښاددژوردنالسټ اودیوسياسي غړي په خپل دموريني ټاټوبي افغانستان دیوشمېرنوروهېوادسفرکړي دي اوهلته یې په ښه توګه دخان شهید دفکرسره یې سم دپښتون قام پېژندګلوي دنړي دنوروقامونوسره کړې ده.


ارواښادیوقلم دوسته بشردوسته اوقام دوسته انسان وو.ترڅوچي په پښتوژبي کښي صحافت کېږي ارواښادبه یادول کېږي لکه څنګه چې اوس هم په سهيلي پښتونخواکښې پښتانه.بلوڅان اونورژورنالسټان یادوي.ارواښادپه ۱۳م مارچ په کال ۱۹۹۵ء کښي په کراچي کښي دموټرسره دنېښتي په پېښه کښي په روغتون کښي له دې پاتي نړي څخه خپل دآبدي سفرپه لورروان سو.لوي څښتن دې هغه دنیاورسمه کړي(آمین)


Email: ramzanarmani@gmail.com