کور / تازه خبرونه / د ايساف ځواکونه د وسلو د يوې زېرمي ترلاسه کولو خبره کوي

د ايساف ځواکونه د وسلو د يوې زېرمي ترلاسه کولو خبره کوي

لراوبر ته د ايساف له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي په دې ورستيو کې د طبي مرستو د کتنې له برخې څخه د آيساف سرتيرو د کابل په سهـېل کې د موسهي په ولسوالۍ  کې د ځايي خلکو درملنه وکړه.     


د الو خيلو په کلي کې د خلکو د کتنې او درملنې په مهال کې د سيمه ييزې مرکزي قوماندانۍ د ايټالويانو محاربوي ډلې  په سيمه کې د وسلو د يوې زېرمې په اړه خبر تر لاسه کړ.   


د آيساف سرتيرو د راپور ورکړل شوو وسلو زېرمه وموندله، چې په نوموړې زيرمه کې په يوې ځايي هديره کې وه، د آر پي جي راکټونه، د هاوان مرمې، لاسي بمونه او حربي توکي شامل وو.  


د مهماتو د تشخيص او لمنځه وړلو په موخه د چاودېدونکي توکو د خنثى کولو ډله په چټکۍ سره سيمې ته ورسېدل.  


د آيساف وياند، بريد جنرال کارلوس برانکو وويل:” د ځايي مشرانو او ولسوالانو د نژدى همغږۍ سره  تلپاتې او دوامداره پوځي عمليات آيساف ته مرسته کوي تر څو د ځايي خلکو سره تلپاتې اړيکې وساتي.”