کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغان ژورناليست مجيب الرحمن انګار سره د غمرازۍ ليکونه

د افغان ژورناليست مجيب الرحمن انګار سره د غمرازۍ ليکونه

د ټول افغان ويبپاڼي د خبر له مخي  مو په ډېرې خواشينى سره خبر تر لا سه کړ چې د ځوان ژورنالست اوليکوال مجيب الرحمان انګارمېرمن دجمعې مبارکې په شپه دپېښور په شېرپاو روغتون کې دماشومې د زوکړې پر مهال په حق ورسېده .


انا لله و انا اليه راجعون


دلراوبر ويبپاڼي ټول کارکوونکي ځانونه د ګران همکار مجيب الرحمن انګار سره په دې غم کي شريک بولي او له مهربان خدايه ورته جميل صبر دعاګاني کوي .


دمجيب الرحمان انګار دټيلفون نمره (00923339292934)


 


پوهاند دوکتور م.ا. زيار


                                                    اکسفورډ،15-3-08


     ويرژړلي انګار ته


ستا د ځوانې جانې نيمه خوا مېرمنې د دردېدلي مرګ څړيکې تر ما او نورو کورنيو غړيو هم راورسېدې او ستا د نورو دوستانو غوندې يې سخت ودردولو!


نو، اجازه راکړه چې په دغه وير او ناورين کې درسره موږ هم يوځای اوښکې تويې کړو او د زړه له کومي خپلې ژورې خواشينۍ او خواخوږۍ درڅرګندې کړو!


ستاسې غبرګو ويرژلو او دردېدلو کورنيو  ته له بښانداو لوراند څښتنه زغم او ستر اجر غواړو او نامرادې نيمه خوا ته تلپاتې جنتونه!


                  د هر درد و غم سيوری مو له درست کور کهوله لرې!


                                    زيار او کورنۍ