کور / تازه خبرونه / بلوچستان کې پيپلزګوند د ٥٥ غړيو ملاتړ تر لاسه کړ

بلوچستان کې پيپلزګوند د ٥٥ غړيو ملاتړ تر لاسه کړ

په بلوچستان ايالت کې پيپلز ګوند د جمعيت علماى اسلام او مسلم ليګ قايداعظم ګوند د غړيو په شمول د پينځه پينځوسو غړيو ملاتړ تر لاسه کړ او ويل کېږي چي ډېر ژر به د ولايتي شورا د وکيلانو غونډه را وغواړي او ايالتي کابينه به وټاکي. د بلوچستان د ايالتي پارلمان د غړيو شمېر پينځه شپېته تنه دى او پيپلزګوند په تېر حکومت کې د شامل مسلم ليګ قايداعظم ډلې د لسو، د بلوچستان نېشنل ګوند د عوامي ډلې د اوو، د جمعيت علماى اسلام د لسو، د ازادو وکيلانو د اوو، د عوامي نېشنل ګوند د درېوو، د نېشنل ګوند د يوۀ او د جمعيت علماى اسلام ګوند د نظرياتي ډلې د يوۀ غړي په شمول د پينځه پينځوس غړيو د ملاتړ ادعا کوي. خپله پيپلز ګوند اته غړي لري. د پيپلزګوند له خوا د اعلى وزير لپاره ټاکل سوى نواب اسلم رئيسانى وايي، ډېر ژر به د ايالتي شورا غونډه راوغواړي.


کله چي له نوموړي څخه د مسلم ليګ قايداعظم ګوند د ځينو غړيو د ملاتړ او د تېرايالتي حکومت له اعلى وزير جام محمديوسف سره د وړمې ورځې د ليدنې په اړه وپوښتل سول، نوموړي وويل: له جام يوسف سره يې د شخصي اړيکو پر بنسټ ليدلي نه د سياسي مقصد لپاره او وايي د مسلم ليګ ق ګوند اوس کوم حيثيت پاته نه دى، کومو کسانو چي يې ملاتړ کړى، دا د دې مانا ورکوي چي دوى پر خپلو تېروتنو پښېمانه دي.


اسلم رئيسانى وايي، د مسلم ليګ ق ګوند د غړيو په اړه وايي، چي دوى راغلل زموږ دوستان او قريبان دي هرکلى ورته وايو، په دې کې د بخښنې هيڅ خبره نه سته، موږ د دوى د بخښنې په اړه هيڅ فکر نه دى کړى، خو دا چي دوى له موږ سره ګډ ايتلاف جوړ کړ، دا څرګندوي چي دوى عملاً خپلې تېروتنې ومنلې.


د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې چي په اپوزيسون کې د مسلم ليګ قايداعظم ګوند له پينځو غړيو پرته د مخالف حزب شمېر بايد څوک پوره کړي، چي په راتلونکي پارلمان کې د اداري فساد، د خلکو د حقوقو، امنيت او د پرمختګ د کارونو په اړه د حکومت پر ټکنيو اقداماتو د اختلاف ږغ را پورته کړي. نوموړي په خندا کې وويل: کله- کله به دى خپله مخالفو کسانو پر څوکيو کښېني.


نواب اسلم رئيساني دا هم وويل، چي په راتلونکي حکومت کې به واک له دوى سره وي، او په دې ايالت کې به د اقتصادي او امنيتي ستونځو د له منځه وړلو تر څنګ له هغو مرورو بلوڅو سره هم خبرو اترو ته کښېني، کوم چي د تېر حکومت پر ضد، د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره غرونو ته ختلي دي.


 ټاکل سوې چي راتلونکې اوونۍ به د پارلماني شورا تر غونډې وروسته ايالتي کابينه وټاکل سي او وروسته له هغه به د بلوچستان نوى والي ذوالفقارعلي مګسي له اعلى وزير، او له نورو وزيرانو څخه د لوړې تر اخيستلو وروسته نوى ايالتي حکومت پر خپلو کارونو پيل وکړي.