کور / تازه خبرونه / ملامحمدعمر: پر سړک جوړوونکو حملې مه کوئ!

ملامحمدعمر: پر سړک جوړوونکو حملې مه کوئ!

د مفتي رحماني په نوم د طالبانو په استازيتوب يوه کس بي بي سي ته ويلي چي ملامحمدعمر له خپلو پلويانو غواړي، چي په افغانستان کي د بيارغوني چارو ته هيڅ ډول خنډ جوړ نکړي.
د بي بي سي د پښتو څانګي راپور وايي چي مفتي رحماني خپل ځان د ملامحمدعمر وياند معرفي کړى دئ او وايي مشر ملاصاحب له طالبانو غوښتنه کړې، چي په افغانستان کي د سړک جوړولو، اوبو او برېښنا پر پروژو او ملکي تاسيساتو باندي خپلي حملې ودروي او د بيا رغوني شرکتونو امنيت دي تامين سي.
مفتي رحماني ويلي چي د بيارغوني کارکوونکي ټول افغانان دي او هغوى له بهرنيو ځواکونو او دولت سره اړيکي نه لري.
تر دې دمخه ملامحمدعمر په يوه پيغام کي له طالبانو غوښتي وو، چي پر ښوونځيو باندي حملې ودروي.
که مفتي رحماني رښتيا هم د طالبانو د مشر په استازيتوب ږغېږي، نو دا به نه يوازي په افغانستان کي د سولي او پرمختګ پر لور غټ ګام وي، بلکي پر طالبانو به د عام ولس نيوکي ودروي او د ملاتړ سبب به يې هم وګرځي.
د مفتي رحماني د خبرو په باب تر اوسه د طالبانو دوو نورو وياندانو قاري يوسف احمدي او ذبيح الله مجاهد څه نه دي ويلي.