کور / تازه خبرونه / د ناټو دوه عسکر په څرخکه کي مړه سول

د ناټو دوه عسکر په څرخکه کي مړه سول

ناټو ځواکونو منلې چي د يک شنبې په ورځ يې دوه عسکر د څرخکي د رالوېدو له امله مړه سوي دي.
په خبرپاڼه کي د مړو عسکرو هويت او د پېښي علت نه دي ښودل سوي، خو وايي په باب يې څېړني رواني دي.
خبرپاڼه وايي څرخکه د افغانستان په ختيځ کي رالوېدلې ده.
ناټو وايي په روان عيسوي کال کي يې د مړيو شمېر ٢٢٨ تنو ته ورسېدئ.