کور / تازه خبرونه / بانکي مون دوهمي دورې ته هيله من دئ

بانکي مون دوهمي دورې ته هيله من دئ

د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون وايي د دې سازمان مشرۍ ته به يو ځل بيا ځان کانديد کړي.
د ښاغلي مون لومړۍ دوره د روان کال د ډسمبر پر ٣١ – مه پاى ته رسېږي او وايي هيله لري چي دوهم ځل به هم وټاکل سي.
نوموړي د ملګرو ملتونو ٥٢ غړيو هيوادونو د رايي د ورکولو ژمنه ورسره کړې ده.
بانکي مون له جنوبي کوريا څخه دئ، د ٢٠٠٧ کال د جنورۍ پر اوله يې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه دنده پيل کړه، نوموړى يو وخت د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزير هم وو.