کور / شعر / مرم له هر شهید سره

مرم له هر شهید سره

۰۴ـ۰۶ـ۲۰۱۱
هم غله کورته راولي هم  ویښ له خوبه ماکړي
هم  مې ښه پرې لوټ کړي هم   په  ما باندې ژړا کړي
نه یم ګیله من له بل چا سرې لمبې خو تا راوړې
لر اوبر سوځیږي  ولسونه واویلا کړي
دا څنګه یاري ده په تدبیر یې نه پوهېږمه
هم مې کلک په زلفوتړي هم ټینګه خوله  راکړي
 
راغلل داسمان له سره داسې ښه زړه سواند خلګ
خپل ځان یې هېر کړی غواړي موږ خواران بسیا کړي
  
 
موږ لیږي  جنت  ته  خو پخپله  یې زړه نه کیږي
څوک په واسکټو ځوک په بموکې  په  هوا کړي
 
حورو اوغلمانوته  شېخ  ږیره اوږده کړې وه
اوس یې جام  په لاس کې له  مینا سره ګډا کړي
اوږد مزل یې لنډ کړ کونج  یې  پرېښوداوس  مزې کوي
نه دچا عزت ګوري نه  هم  په  چا پروا کړي
ښه جهاد ؟؟مو وکړ شاباش ژر ژر ږیرې وخرېیئ
ای  د دین  دښمنو لایزال  به  مو رسوا کړي
 
څنګه  خوند یې  درکړ  له  پردیو پاچا هي غواړئ؟
اه  دیتیمانو به مو یو یو پو پنا کړي
 
مرم له  هر شهید سره  په  هره کونډه ویرکوم
څو به  دا تقدیر بسمله  موږ  سره جفا کړي