ورځپاڼو ته کتنه

عطاالله محمدي | جون 8th, 2011


له تورليست څخه د طالبانو د نومونو توږل د سولي په بهير څونه اغېزناک دي؟
په کابل کې خپريدونکو ورځپاڼو نن تر ډيره په هغو هڅو بحثونه کړي، چې د ملګرو ملتونو له تور لسټ څخه د طالب مشرانو د نومونو د ويستلو لپاره روانې دي.
سرنوشت ورځپاڼې دغو هڅو ته په اشارې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره ليکلي، چې ملګري ملتونه غواړي د طالبانو او القاعده تور لسټ سره جلا کړي.

د ورځپاڼې په وينا د ملګرو ملتونو د دې اقدام هدف په افغانستان کې د سولې او پخلاينې د روانو هڅو ګړندي کول دي.

ورځپاڼه په دې باور ده، چې د ملګرو ملتونو په دې اقدام سره به طالبان او القاعده په سمبوليک ډول له يو بل نه جلا شي او دا مساله به په رسميت وپيژندلې شي، چې دا دواړه ډلې جلا جلا اجنډاوې لري.

ويسا ورځپاڼې بيا په دې اړه په خپله تبصره کې ليکلي، چې دا هڅې د افغان دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د يو سياسي بهير د پيل څرګندوي کوي.

ورځپاڼه وړاندې د ملګرو ملتونو د يو چارواکي په حواله ليکي، چې له دې وروسته به د امنيت شورا د يو شمير طالب مشرانو د نومونو د ايستلو لپاره اقدام وکړي.

ورځپاڼه ليکي، چې افغان دولت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا يو پلاوي ته د شاوخوا پنځوسو طالبانو نومونه سپارلي وو، څو له تور لسټ څخه وويستلې شي.

خو خدمتګار ورځپاڼه بيا ليکي، چې د سولې او پخلاينې لپاره روانې دا هڅې تر هغو موثره ثابتداي نه شي، چې فساد له منځه نه وي تللي.

ورځپاڼه دا خبرداري ورکوي، که چيرې حکومت خپل چارواکي له فساده را و نه ګرځوي، نو ممکن په دولت کې دننه يې په وړاندې يوه جبهه پرانستل شي.

د ورځپاڼې په وينا که چيرې داسې څه پيښ شي، نو دا به د طالبانو د جګړې ترڅنګ د حکومت لپاره يو بل سر خوږې وي.

ورځپاڼه په زابل ولايت کې د خلکو له خوا د استيناف د يو څارنوال شړلو ته په اشارې ليکي، چې د دې ولايت خلک په دې باور دي، چې د فاسدو چارواکو په شتون کې د سولې ټينګښت نا ممکن دي.

ويسا بيا په افغانستان کې د سولې د هڅو په وړاندې ځينو هغو خنډونو ته اشاره کوي، چې د ورځپاڼې په وينا په حکومت کې د شامل يو لورې له خوا درول شوي.

د ورځپاڼې په باور دا ډله تل سمتي مسايل مطرح کوي او په تاوتريخوالي ټينګار کوي او په ورته وخت کې ځان يوه محرومه ډله هم بولي.

د ورځپاڼې په وينا دې ډلې په شمال کې د وروستيو نا امنيو په وړاندې يو ناسم دريځ خپل کړې او غواړي په دې ډول د سولې د هڅو په وړاندې خنډونه ودروي.

Copyright Larawbar 2007-2024