کور / تازه خبرونه / دوه امریکایی افسران او یو مرین پوځي ووژل سول

دوه امریکایی افسران او یو مرین پوځي ووژل سول

پنتاګون اعلان وکړ چی وړمه ورځ د هوایی ځواک دوه افسران په خوست کی د هلیکوپتر د سقوط له امله ووژل سول .
پنتاګون زیاتوی چی وړمه ورځ طالبانو په هلمند ولایت کی یو مرین پوځی ووژﺉ خو دا یې و نه ویل چی څنګه .
په دې سره د جون په روانو ۷ ورځو کی د امریکایانو تلفات ۹ ته ورسېدل .