کور / تازه خبرونه / کندوز: د فاتحې په مراسمو کي ځانمرګې حمله وسوه

کندوز: د فاتحې په مراسمو کي ځانمرګې حمله وسوه

د کندوز ښار د رستاق آباد سيمي په جامع جومات کي يوه ځانمرګې حمله سوې چي درې پوليس يې وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
د کندوز چارواکي وايي د فاتحې مراسم د شمالي زون د پوليسو د قومندان جنرا داود داود د مړيني په خاطر جوړ سوي وو، چي د کندوز امنيه قومندان سميع الله هم ګډون پکښي کړى وو.
د کندوز د امنيه قومندان وياند سيدسرور حسيني آزادۍ راډيو ته ويلي چي بريدکوونکى جامع ته د ننوتو پر مهال د پوليسو له خوا پېژندل شوى وو او په دروازه کي يې ځان چاودلى چي درې پوليس يې وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
جنرال داود داود لس ورځي دمخه د تخار ولايت له امنيه قومندان سره يوځاى په يوه حمله کي ووژل سو، چي طالبانو يې مسئوليت پر غاړه واخيستى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه پېښه غندلې او آزادۍ راډيو ته يې ويلي چي حمله دوى نه ده کړې.
بلي خوا ته د کندوز چارواکي وايي لومړنۍ څېړني ښيي چي بريدکوونکى بهرنى وو.