کور / تازه خبرونه / د بجلي د نوي لاين په اړه د پښتونخوا ګوند لاريون کوي

د بجلي د نوي لاين په اړه د پښتونخوا ګوند لاريون کوي

د ډيره اسماعيل خان او ږوب له لاري د جنوبي پښتونخوا و سيمو ته دبريښنا نوي لوي ټرانسميشن لائن په دولتي بوديجه کښي نه ايښودلو پر ضد به اوس د کوټي په ښار کښي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا لوى لاريون کېږي. د يادوني وړ ده چي د جنوبي پښتونخوا د ولس د معاش بنسټ کرهڼه ده او دلته د پاکستاني دولت له خوا د جنوبي پښتونخو ا د اولس د باغونو او سبزيو غم نه خوړلو ، د دوى د کرهڼي لپاره د بريښنا لوي ټرانسميشن لائن د ډيره اسماعيل خان او ږوب له لاري نه راوستولو په ضد دنوموړي ګوند له خوا سبا په ټوله جنوبي پښتونخوا کي د پايه بند اعلان کړى دئ. او دوى دا هم ويلي چي دا تحريک به تر هغو دوام لري تر کومه چي د جنوبي پښتونخوا د ولس د معاش يعني کرهڼي ژوندي ساتلو لپاره دولت مخ په وړاندي ګامونه نه وي پورته کړي او د پښتونخوا ولس غوښتني يې نه وي منلي.