طالبانو پر واده حمله سخته وغندله
طالبانو اعلان وکړ چی پرون په ځینو رسنیو کی دا خبر خپور سوی و چی د ننګرهار په دربابا کی ګواکی طالبانو پر یوه واده حمله وکړه او اته کسان ېې ووژل .
طالبانو رسنیو ته ویلی چی اول خو موږ دا حمله ( که هر چا هم کړې وی ) شدیدأ غندو او مړو ته له خدایه جنت الفردوس غواړو . دوهم دا چی دا کار قطعأ موږ نه دی کړی بلکی هغه شدیدأ محکوموو . درېیم دا چی ځینو ویب پاڼو بېله دلیله او بېله ثبوته هغه پر طالبانو تاوان کړې ده چی دغسی بې بنسټه ادعاګانی د هغوی حیثیت زیانمنوی .
طالبان په پای کی وایی چی موږ د دغو قربانیانو د خپلوانو سره ځانونه په غم کی شریک بولو خو د ځینو خبر تهیه کونکو او د هغوی د خپرونکو څخه سخت ګیله من یو چی بې اساسه هر تور په موږ پوری تړی .