کور / تازه خبرونه / مهم خبر : کاناډا په کندهار کي د پوځي کومک موده وغځوله

مهم خبر : کاناډا په کندهار کي د پوځي کومک موده وغځوله

دکاناډاپارلمان په اکثريتي رايو پرېکړه وکړه چې دکاناډا پوځيان به تر 2011کاله پوري دناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې پاتېږي . داپرېکړه دکاناډا پارلمان په انګړ کې درايو په وسيله وشوه دپرېکړي په حق کې 198را يي وکارول شوې او په مخالفت کې 77رايي کارول شوي دي . دپارلمان يا ولسي جرګې پرېکړه په دغه شرط شوې چې ناټو به په سويلي افغانستان کې دکاناډايي سرتېرو دمرستي لپاره 1000نور پوځيان لېږي او هم داشان بې پيلوټه جاسوسي الوتکي او دجګړې لپاره څرخي الوتکي به هم ورکوي . دناټو ترمشري لاندي کاناډايي ځواکونه په افغانستان کې ترډېره هده په کندهار کې مېشت دي او په سختو جګړه يزو سيمو کې فعاليت کوي .