کور / تازه خبرونه / دبورې نرخونه ټيټ شول

دبورې نرخونه ټيټ شول

په نړۍ وال بازار کې دبورې په نرخونو کې په يوه ټن کې لږ ترلږه 44امريکايي ډالره کمبوت يا ټيت والى راغلى دى . بوره په تېرو څو وختونو کې په ټوله نړۍ وال مارکېټ کې يوټن په 197امريکايي ډالره پلورل کېده او نن دغه نرخ 153امريکايي ډالرو ته راټيټ شوى دى دا ترټولو لوړ نرخ وو چې دبورې يوټن په 197ډالره پلورل کېده اقتصاد پوهانو وويل چې دبورې دغوښتنې او هم داراز دتوليداتو دکمبوت له پلوه بوره په نړۍ کې ترټولو لوړي کچي ته پورته شوې وه خو اوس دانرخ پوره 44امريکايي ډالره په يوه ټن کې راټيت شوى دى .