کور / z_buitenland_news -- 5 / په ايران کې ټولټاکنې پېل شوې

په ايران کې ټولټاکنې پېل شوې

دافغانستان په کاونډي هيواد ايران کې نن دټولټاکنو بهير پېل شو او په ټوليز ډول 4لور کروړه او40لکه کسان درايو دکارولو حق ولري . داپارلماني ټاکنې نن دځايي وخت سره سم دسهار پر اتو بجو پېل شوي او تر 6بجو اودېرشو دقيقو پوري به دوام وکړي . ټولي 290چوکۍ دي او دو4500 کانديدان ورته ولاړ دي . په ټوليز ډول سيالي داصلاح غوښتونکو او توندلارو ترميان ده . تر دې وړاندي داصلاح غوښتونکو 1700کانديدان نا سم بلل شوي وو چې وروسته اصلاح غوښتونکو پر 200چوکيو دخپلو کانديدانو دنه درولو پرېکړه داحتجاج په ډول وکړه . دانتخاباتو دپايلو ريپوټونه به وروسته څرګندشي . څارونکي اټکل کوي چې دمحمود نژاد دله پرقدرت ده او ښايي په ټولټاکنو کې درغلۍ هم وشي .