کور / شعر / غزل

غزل

ای خلکو ويښ سئ خوشالي زموږ له ښاره وزي
رباب خفه سو، سوي چيغي له سيتاره وزي

پرديو و انګولل داړي يې په ښخي کړلې
په پټه خوله باندي سرې ويني له آناره وزي

په تار د زوم حلالول دا مخ کاته وګورئ
خنداوي ژاړي زوم د ناوي له کناره وزي

لکه چي توري شپې له موږ سره درانه واړول
ځکه سپېدې هم په ورو ورو له دې دياره وزي

نه پر ګودر نه مو پر پيغلو هيچا وژړله
يوازي چيغي له منګي او له چناره وزي

لار ورته نيسه د ځوانانو هديرې ته يې وړي
ها ستا د يار جنازه نن له کندهاره وزي