كندهار:ملي امنيت ۲ ځانمرگي نيولي چې يويې ايرانى دى

حاجی پوپل | جون 14th, 2011


ملي امنيت ديوه ايراني اويوه پاكستاني ځانمرگي بريدكونكو دنيول كېدوخبروركړ.
ايرانۍ ځانمرگى بريدكونكى دزاهدان اوپاكستانى بيادبلوچستان ايالت اوسېدونكى دى .
دكندهاردملي امنيت ريس جنرال محمدنعيم مومن خبريالانوته ددغوكسانودښودلوپرمهال وويل چې دواړه ځانمرگي بريدكونكي يې په سرحدي والسوالۍ سپين بولدك كې نيولي .
ده وويل چې ايرانى ځانمرگى خدايداد نومېږي اودزاهدان اوسېدونكي اوپاكستانى محمداسلم نومېږي چې دپاكستان دبلوچستان اوسېدونكى دى .
دنوموړي په ويناچې ځانمرگوبريدكونكوغوښتل په كندهاراوياهم هرات كې مهم هدفونه په نښه كړي .
نيول شويوځانمرگوبريدكونكوله خبريالانوسره دخبروپرمهال وويل چې دوى ته په پاكستان كې دځانمرگوبريدونولپاره ځانگړي زده كړي وركړل سوي اوغوښتل يې چې په افغانستان كې پدغوبريدنونوباندي لاس پوري كړي .
په ورته وخت كې ديوه سيمه ييزقومندان په گډون ۵ تنه غلچكي بريدكونكي هم دملي امنيت له لوري نيول سوي
دغه پنځه تنه هم خبريالانوته وښودل سول .
دملي امنيت ريس وويل چې دغوكسانودكندهارښارپه بيلابيلوبرخوكې په گڼوغلچكيوبريدونوكې لاس درلود،اودوى دپټواستخباراتي معلوماتوپربنسټ ونيول .
مومن زياته كړل چې دغه ۷ كسه يې دولسي وگړوپه مرسته نيولي .

Copyright Larawbar 2007-2024