کور / تازه خبرونه / قاري يوسف د بغلان په پېښه کي لاس لرل رد کړل

قاري يوسف د بغلان په پېښه کي لاس لرل رد کړل

د وسله والو طالبانو وياند رسنيو ته د خبر پر مهال روښانه کړه چي په بغلان کي د نن ماځيګر خونړۍ چاودنه ددوی له خوا نه ده ترسره سوې، قاري يوسف دا عمل په کلکه وغنده .


لراوبر ويبپاڼي ته په وروستيو خبرونو کي ويل سوي چي په چاودني پر مهال د افغانستان ددولت د څلورو وزارتونو معينان ، او د شکريه بارکزی په ګډون يو شمېر د ولسي جرګې وکيلانو هم برخه لرله .


تر اوسه پوري د مصطفی کاظمي ، انجنير نصير ، سرافراز  او  زکي د مړيني خبر تايد سوی دی ، دا په داسي حال کي ده چي د يو شمېر ژوبل سويو لوړ ربته چارواکو او وکيلانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل سوی دی .


لراوبر ويبپاڼي د بغلان ولايت چارواکو او د کورنيو چارو وزارت سره ددوی د وروستيو معلوماتو غوښتنه وکړه ، خو هغوی د وژل سويو او ژوبل کسانو او د هغوی د نومونو په اړه له څرګندونو ډډه وکړه .


Photo