کور / تازه خبرونه / بغلان:دژوبل او وژل سويو کسانو نومونه وښودل سوه

بغلان:دژوبل او وژل سويو کسانو نومونه وښودل سوه

ولسمشر حامد کرزي په بغلان کې ننۍ ځانمرګی برید یو غیر اسلامي، افغاني، انساني نومولی او سختو ټکو یې غندلی، دولسمشر ویاند همایون حمیدزاده لراوبر ویبپاڼې ته وویل چې ولسمشر کرزي ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته ددغه برید په اړه دټینګو پلټنو ویلي، دا ډول دولسمشر کرزي درسنیو ددفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې پدی ځانمرګي برید کې دولسی جرګې دا غړي وژل سوي دي :


 سید مصطفی کاظمی، انجینیر عبدالمتین ، الحاج صاحب الرحمن ، حاجی محمد عارف ظریف، صبغت الله ذکی وژل سوي  او  شاه فولاد، شکریه عیسی خیل قومندان امیر ټپيان شوي.


دبغلان والي محمد علم اسحق زي ویلي چې پدې پیښه کې دښوونځیو يو شمېر هغه زده کوونکي چې دولسي جرګې داقتصادي کمیسیون دپلاوي هرکلي ته په لیکو کې ولاړ وه هم وژل سوي دي .