کور / رسنۍ / د پسرلي مجلې درويشتمه ګڼه له چاپه راووته

د پسرلي مجلې درويشتمه ګڼه له چاپه راووته


د پسرلي مجلې د شپږم کال لومړی او پر له پسې درویشتمه ګڼه په دې وروستیو کې له چاپه راووته.


دغه ګڼه هم د نورو ګڼو د هېواد د وروستیو سیاسي بدلونونو په اړه د بېلابېلو لیکوالانو لیکنو ته ځانګړې شوې ده.
 
ددغې مجلې په لومړۍ پښتې د ملي اردو د سرتيري تصویر او پر وروستۍ پښتې يې د يوې پښتني ماشوم تر څنګ ددغې مجلې د ټولو چاپ شویو ګڼو تصویرونه راغلي دي.


د پسرلي سرلیکنه ددغې مجلې شپږ کلن خپرنیز بهیر، اړتیا، منځپانګه، د لګښت چارې او وېش په اړه لیکل شوې ده.


په سرلیکنه کې راغلي، چې پسرلی لومړی ځل په ۱۳۸۴ لمریز په ۱۲ مخونو کې د مهالنۍ په توګه له چاپه راووته، چې د ۱۳۸۵ لمریز له پیل څخه په درې میاشتنۍ مجله بدله شوه.


سرلیکنه زیاتوي: ((د چلوونکو د هر اړخیزو هڅو، د بلخ ادبي خوځښت د ملګرو غړو په ستړیاوو، د درنو ليکوالو او د پښتو ادب د یو شمېر فرهنګپالو پر مټ يې د دوه میاشتنۍ بڼه خپله کړه.))


د خپرونې لومړۍ لیکنه ((د نړیوالو ارزښتونو لپاره جګړه)) د انګلستان د پخواني لومړي وزیر ټوني بلېر ده، چې ژباړه يې رفیع الله نبیل کړې ده.


لیکوال لیکلي، چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه یوازې د امنیتی او نظامي تکتیکونو له پاره نه ده؛ بلکې د نړیوالو ارزښتونو له پاره ده.


په لیکنه کې راځي: ((مونږ به هېڅکله بریالی نه شو، چې د نړېوالې ترهګرۍ په وړاندې جګړه دې د زور پر مټ وګټو؛ بلکې د ګټلو یوازینۍ لاره به یې د بېلابېلو ارزښتونو د کچې په نظر کې نیول وي))


د پسرلي په دې ګڼه کې د اسامه د مړیني او د القعدې پر برخلیک هم ځینې لیکنې خپرې شوې دي.


((اسامه لس کاله وړاندې وژل کېدای شو)) د  امریکا د متحده ایالاتو د استخبارتي پالیسۍ متخصص ګاربت پورتر لیکنه ده، چې بهرام خان پښتو کړې ده.


په دغه لیکنه کې راغلي: ((د القعدې رهبر چې د سپټمبر له ۱۱مې وروسته پاکستان ته تېښته کولی شوه، د بوش ادارې يې د هېڅ ډول نظامي مخنیوی وس نه درلود؟))


((القعده له اسامه وروسته)) د القعدې شبکې د برخلیک په اړه د اتوان لیکنه ده، چې پښتو ژباړه يې ضمیر سار ترسره کړې ده.


ددغې لیکنې لیکوال ادعا کوي، چې په برتانیا کې به یوازینی کس وي، چې له اسامه بن لادن سره يې په یوه غار کې درې شپې تېرې کړي دي.


لیکوال ګومان کوي، چې د القعدې رهبر دې پخوا د ځانګړې تومانچې د دوو مرمیو له ټپونو څخه مړ شوی وي.


هغه القدس العربي مجلې ته د اسامه د ساتونکي مرکې ته اشاره کړې ده.


د هغه په وینا نوموړي ساتونکي ویلي و، چې د اسامه د احتمالي نیونې پر مهال د هغه پر وژنه ګمارل شوی و.


اتوان په خپله لیکنه کې راوړي، چې د القعدې تر منځ هر ډول قدرت طلبي به دغه شبکه کمزورې کړي؛ خو که د خپل مړه شوي رهبر تر چتر لاندې راټول شول؛ نو ډېرې خطرناکې پایلې به ولري.


په دغه ګڼه کې د اسرار احمد خان لیکنه ((لوی افغانستان څنګه رامنځته شو؟))، د پوهنوال رسول باوري ((افغان ولس د ډيورنډ کرښه هېڅکله نه ده منلې))، د عبدالغفور لېوال ((کورنۍ پوهنې ته د هڅولو تر ټولو لومړنی ټولنیز واحد)) او د ډاکټر ابراهیم شینواري ((د نجونو ښوونه او روزنه)) لیکنې هم خپرې شوي دي.


((په افغانستان کې د ایران سیاسی لوبې)) او ((وطنپاله سرتیري او ځان غوښتونکي مشران)) د جاوید واک او هوسۍ جلالزۍ ژباړې دي.


د پسرلي په درې ویشتمه ګڼه کې د نصیر احمد احمدي ((مورنۍ ژبه)) پر لنډې کیسې سربیره د سلطان الشهاب الدین غوري د تاریخی ناول اتمه برخه هم ځای کړل شوې ده.
 
دغه ناول صادق حسین صدیقي لیکلی دی، چې پښتو ژباړه یې ذبیح الله احساس ترسره کوي.


د یادونې ده، چې د پسرلي دغه ګڼه د ګویته انسټیټوټ په مالي ملاتړ چاپ شوې ده.
 
پسرلى مجله د هېواد له، كابل، غزني، خوست، بلخ، بغلان ، كندوز، ننګرهار، كندهار، كويټه، پېښور، پكتيا او د نورو ولايتونو له بېلا پېلو كتابپلورنځيو څخه ترلاسه كولى شئ.


په هر ولايت كې د پسرلى مجلې د ترلاسه كولو په موخه په لاندې پتو اړيكې نيولى شئ
0799833338
Zahsass.2@gmail.com