کور / رسنۍ / د افغانستان سوله ايز بدلون ويبپاڼه پرليکه سوه

د افغانستان سوله ايز بدلون ويبپاڼه پرليکه سوه

د افغانستان سوله ايز بدلون د هغه پروګرام نوم دی چي د افغانستان د بحران څخه وتلو لپاره هلي ځلي کوی او شاوخوا درې کاله مخکي د افغانستان د نوميالي عالم او سياستوال پروفيسر ډاکټر فاروق اعظم لخوا په عملي ډول شروع سوی دی .


نوموړﺉ دوه ځله د نړۍ پر هغو هيوادونو ګرځېدلی دی چي ګڼ شمېر افغانان پکښي اوسيږي او په بېلابېلو ښارونو کي يې افغانستان د کشالې د حل لپاره د نظر خاوندانو سره خبري اتري کړي دي ، اوس دې پروګرام د زیات شمېر با نفوذه افغانانو په ورګډېدو سره د يوه ګوند بڼه غوره کړې ده او په افغانستان کي د دبحران څخه ددې هيواد د وتلو لپاره هلي ځلي کوي .


دافغانستان سوله ايز بدلون د پروګرام لخوا نن يوه اعلاميه خپره سوه چي د خپل تازه پرليکه سوي ويب سايټ خبر يې ورکړﺉ دﺉ . دا ويبپاڼه د بدلون ډاټ نېټ په پته کتل کيدای سي www.badloon.net