کور / هراړخیز / پـه پکتـياکـې د ۱۳۹۰ لمريز کال غــوره مــور

پـه پکتـياکـې د ۱۳۹۰ لمريز کال غــوره مــور

دمور دنړيوالې ورځې په مناسبت:


دمور نړيواله ورځ هغه سپيڅلې نيکمرغه ورځ ده چې دغبرګولې ٢٤ مې سره سمون خوري، مور دانسان بنيادي روزونکې اوپالونکې ده ياپه بل عبارت مور ده چې په يولاس زانګو اوپه بل لاس جهان خوځوي.


هغه نړيوال شخصيتونه، نوابغ، پوهان اومصلحين چې اوسمهال يې دهرچاپه ژبه نوم اخيستل کيږي دهغو ټولو روزونکې اوپالونکې مور ده اودشهرت اوښو کارنامو لامل ئې دمور روزنه اوپالنه ګڼل کيږي.


مور هغه څوک ده چې ترنورو وړاندې لومړۍ خپل اولادته پالنه او روزنه ورکوي اودژوندکولو چل ورښئي، بالاخره مور دټولنې مربي، دعاطفې ملکه اودمينې اوخپلوۍ سرلارې ده، خوله بده مرغه دغه دژوند هستي نن سبا له ګڼو ستونزوسره لاس اوګريوان ده، مخ يې دغمونو اوناهيليو پراوښکو تل لوند اوپه شونډوئې ډېرځله دسولې حوصلې اوخيرسپيڅلې کلمې زمزمه کيږي، دخوښيو پرځاى له غم اودردسره لوبيږي. خوله دې سره سره داسې څوک هم شته چې مورته دهغې دمنزل په کچه احترام لري، په اسلامي ټولنه کې مور ځانګړې مقام لري او اولس ورته تر ډېره ځايه دحقونو د په ځاى کولو هڅه کوي، افغانان هم يوله هغو قومونوڅخه ګڼل کيږي چې دمور لمانځنې اودهغې دحقونو پرځاى کولو اوږدتاريخ لري. افغانان ددغو وياړونو ترڅنګ دمور دتاريخي اوبرمه ډکې کارنامې هم لري، نازو انا، بي بي نيک بخته، ملالۍ، زرغونه انا اوداسې نورې ډېرې افغان قهرمانې مېندې شته چې په کړنو اوافکارو يې اوس هم اولس وياړي اودافغانانوپه زړونوکې به يې تل ترتله ځاى نيولى وى اواوسمهال هم موږ ځيني داسې مېرمنې لرو چې دهغوى لاره يې نيولى اودخپل هېواد اوافغانيت دبډايه کېدو لپاره يې ليچې رانغاړلي دي اوپه دغه برخه کې دپام وړ شهکارونه ترلاسه کړي دي.


لرغونې پکتياهم دهېواد يوله هغوسيموڅخه ده چې پخپله اندازه سره يې مېرمنو په ملي اوسيمه ئيزه ساحه کې خپل ايماني رسالت ترسره کړى اوترسره کوي يي، پکتياوالوهم دهغوى پروړاندې دمور مقام اومنزلت ته دزمانې په اوږدوکې درناوۍ کړى اوله خپلو اسلامي اواصيلو عنعنوي حقونوڅخه يې دفاع اوملاتړ کړى اولاکوي يي. لرغونې پاکتيا اوپکت يا اوسنى پکتيا هغه سيمه ده چې ځوانان اومخورو يې دښځو دحقونو څخه دملاتړ په سر، سرونه ورکړي اوخپل ناموس ورته ترډېرڅه ارزښتمن معلوميږي. پکتياوالو ميندو دزمانې په سختو شرايطو اودبېلابېلو ټولنيزو اوسياسي بدلونونو په غيږکې بياهم خپله حوصله، جرئت، ثبات، ميړانه اود روزنې بهير له لاسه نه دى ورکړى اوپه هرډول تاړاک اودپرديو له خوا په رامنځته شويو ګډوډيو کې ديوجنګي سياسي سپه سالار په توګه خپلو بچيانو اوکليوالوته دبرياليتوب لاره اوفکر ورپه ګوته کړى اودالړۍ لا په حس شوي اونا حس شويوسيموکې ليدل او اوريدل کيږي چې ښه بېلګه يې دم ګړۍ اويا وړاندې په پکتياکې دملي شخصيتونوموجوديت دى چې په لومړيوکې دمعمول په توګه له خپلو ميندو روزنه ليدلى ده. په دغو تورو ځينو دوروکې مېرمنو په داسې حالت کې خپل ملي مسئوليت پرځاى کړى چې له يوې خوايې خپل اولادونه اودزړه ټوټې له لاسه ورکړې وې اوله بلې خوا داقتصادي ستونزو سره لاس په ګريوان وې، خوله دې سره سره يې هرډول فشارته غاړه ورکړې اودځان په وينويې له خپلو اولادونو روزنه اوښوونه کوله. مورکه څه هم دخپلو سترګو اوښکې تويولې مګر له خپلو اولادونو اوکوڅې دماشومانو اوښکې يې ورپاکې کړي دي، ځينې داسې ميندې هم دتاريخ تورو لړو خوړلي چې ارمانونه يې پوره شوي نه دي اوله خپلو اولادونوڅخه جدا شوي مګر نورو مېندو بيا دپتمنو بچيانو روزنه ترغاړه کړې اوښه يې روزلي دي، له دې سره بايد په تعليمي  برخه کې دښځو اوپه تېره بيا دمعنوي مور (ښوونکې) زيار اوهڅه له پامه هم ونه غورځوو.


 داچې پکتيا يو وخت دتورې په ډګرکې سارى نه درلود نو اوسمهال پکتياوالوته دتورې سره سره دقلم صفت هم ورکړل شوى اوپه سلګونه زره نجونې اوهلکان دښوونځيوپه دروازه سر وردننه کړې.


داچې وايي ښځه دبشريت نيمه برخه ده نودقلم ددغه متمدنه برخې په راوستوکې مور هم نيمه دنده ترسره کړې اوخپلو اولادونوته دکتاب اوقلم له لارې دمدنيت، آبادۍ، ترقۍ اوژوندانه دسمون لاره اوهنر ورښودلى دى. په اوسمهال کې چې پکتياوالو مېرمنو دژوندانه په دې حساسو اوسترو شيبوکې خپلو اولادونوته په ښوونې او روزنې کې فعاله ونډه اخيستي اوهمدارنګه يې دښځو دحقه حقونو دترلاسه کولو په مبارزه کې هڅې ژوندۍ ساتلې، په ټولنه کې دمېرمنوسياسي، اداري اوفرهنګي ونډه هغه کړنې دي چې دپکتياغږ راډيو دښځې اوټولنې خپرونې وپتيله چې دمېرمنو دلاښه پرمختګ اوهڅونې په موخه د ١٣٩٠ لمريزکال دمور دنړيوالې ورځې په مناسبت په پکتياکې دکال مور ترشعارلاندې سيالۍ پيل کړي، په دغه سيالۍ کې دپکتياغږ راډيو، اونېزې اوويب پاڼې د ادارو په مرسته له پکتيا ولايت څخه دکال مورته څلور تنه مېرمنې نوماندې شوى چې په دغو مېرمنوکې دپکتياولايت دښځوچارو رئيسه حليمه خزان، دولايتي شورا غړۍ زرغونه همت، روغتياپاله نازدانه پکتياوال اودپکتياولايت دښځو دسيمه ئيزې شورا مشره ماهره احمدزى شاملې دي.


دکال دمور دپروسې اداري پلاوي ددى انتخاب پکتياوالو خويندو او وروڼوته وسپاره، هغه داسې چې دتليفوني پيغام له لارې هرې يوې نوماندې ته ځانګړې ټاکنيزه نښه وټاکل شوه اوهرپيغام د اداري پلاوى له خواثبت اوپه پاى کې له ټولو رايوڅخه ماهره احمدزى ترټولوزياتې رائې ترلاسه کړې اودپکتياغږنشراتي مرکز له خوا په پکتياکې دکال غوره مور وګڼل شوه، زرغونه همت دويم مقام، حليمه خزان درېيم اونازدانه پکتياوال څلورم مقام ترلاسه کړ.


په پاى کې دپکتياغږنشراتي ارګان مشرتابه، اداري پلاوي اوکارکوونکي دوى ته مبارکي وايي اوله لوى څښتن تعالى (ج) څخه ورته په راتلونکې کې دلابرياوو او اولس ته دښه خدمت غوښتونکي دي.


نوموړى دکال دغوره مورپه صفت داولس ټاکنه ده اوپکتياغږ يې يوازې اداري اوتخنيکي چارې پرغاړه اخيستې وې، له ټولو هغوګډونوالو څخه هم يوه نړۍ مننه چې په دغه هڅونکى بهيرکې ونډه اخيستي اوپکتياغږ نشراتي ارګان يوځلې بياټولې پکتيا اوهېوادته د ١٣٩٠ کال دمور دنړيوالې ورځې په مناسبت مبارکي وايي.